1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د اوکراین جنګ: د نظامي تجهیزاتو شرکت ملیارډونه ګټه کړې

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د جرمني د بایرن ایالت نظامي-الکترونیکي شرکت، هېنسولډ د اوکراین د جنګ په دلیل د تجهیزاتو له خرڅلاو څخه ګټه اخلي.

https://p.dw.com/p/4L7fO
Rüstungsindustrie - US-Kampfflugzeug
انځور: picture alliance/dpa/dpa-Zentralbild

د مونشن ښار ته نژدې دغه شرکت تیره چهارشنبه په لندن کي د سرمایې د بازار په یوه ورځ خپل د لنډي او متوسطي مودې اهداف لوړ تعيین کړل. د دغه شرکت رئیس، توماس مویلر هلته اعلان وکړ او ویې ویل: «په دې خاطر موږ ډاډه یو، چي په طویل المدت کي به زموږ ګټه هر پنځه کاله دوه چنده سي». 
د رادار، سنسور او نورو اکتشافي سیسټمونو جوړونکی دغه شرکت په راتلونکي کال کي د ۷ څخه تر ۱۰ فیصدو اضافه ګټو انتظار لري. د ۲۰۲۵ کال دپاره د لسو فیصدو. 
تر اوسه پوري دغه شرکت د پنځو او یا تر هغه یو څه ډیري ګټي خبره کوله. سږکال هم دغه شرکت ۱،۷ ملیارډه یورو ګټلي دي چي پروسږکال لا هغه ۱،۵ ملیارډه یورو وې.