1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د اوکراین جنګ؛ بریتانیا ته بې حده ډېر مهاجرین ورغلي

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د اوکراین له جنګ څخه د انسانانو د تښتیدو لوړ تعداد ته په کتو سره بریتانیا ته تر دوهم جهاني جنګ وروسته ډېر زیات مهاجرین ورغلي او ریکارد یې قایم کړی دی.

https://p.dw.com/p/4K0xh
Deutschland | Ukraine-Ankunftszentrum im Flughafen Berlin-Tegel
انځور: Sabine Kinkartz/DW

لکه څنګه چي د بریتانیا د مرکزي احصایې دفتر-ONS نن پنجشنبه خبر ورکړ، تر جون مياشتي پوري په تیرو ۱۲ میاشتو کي مجموعأ ۵۰۰۰۰ مهاجرین دغه هیواد ته ورغلې او پناه یې ورکړې ده. په دغو کي هغه تقریبأ ۳۵۰۰۰ کسان نه دي شامل چي تر همدغه جون میاشت پوري په غیر قانوني ډول سره د مانش کانال له لاري انګلستان ته ورمهاجر سوي دي.