1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين حکومت: ملکيان دي ژر له ختيځ څخه ووځي

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د اوکراين حکومت د دغه هيواد د ختيځ اوسېدونکي د روسانو د پراخو تعرضي عملياتو له ويرې څخه د سيمې پرېښودو ته رابللي دي. دغه کار بايد د مرستيالې حکومتي مشرې، ايرينا وېرېشچوک په خبره »همدا اوس« وشي، که نه خلک مرګ ګواښي.

https://p.dw.com/p/49Zqw
Ukraine Krieg I zerstörtes Krankenhaus in Volnovakha
انځور: Maksim Blinov/SNA/IMAGO

د اوکراين مرستيالې حکومتي مشرې ايرينا وېرېشچوک د چهارشنبې په ورځ په تلګرام کې پر ملکي خلکو غږ کړی دی چې د دغه هيواد ختيځ دې هرڅومره ژر چې کيږي، پرېږدي.

د لوهانسک د سيمې والي، سرهي ګايدای هم پر خلکو له سيمې څخه د وتلو غږ کړی دی. د روسيې ځواکونه په دې وروستيو کې له کيف او د اوکراين له شمال څخه پر شا شوي دي او اعلان يې کړی وو چې د اوکراين پر ختيځ او سويل به اوس تمرکز کوي.

د روسي پوځ هدف دا دی چې د اشغال شوي کريميا ټاپو او دونباس سيمي ترمنځ (چې روسي پلوه پکښې دي) يو ځمکنی پل رامنځ ته کړي. د اوکراين حکومت اوس له دې امله په سيمه کې مېشت خلک يوه ستر روسي بريد ته آماده کوي.

د سيوردونيڅک او روبيږه په نوم ښارونو باندې د بريد پر مهال د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې د ګايدای په خبره لږ تر لږه يو تن وژل شوی دی. د يادې سيمې والي خبرداری هم ورکړ چې »دښمن به د بشپړ تعرض څخه مخکې ټول دغه ځايونه کاملاً ويجاړ کړي.« د دونيڅک سيمي په لويديځ کې پروت په وګلېدار ښارګوټي کې د سيمه يزې ادارې په حواله څلور تنه هم ووژل شول او څلور نور ټپيان شول کله چې د مرستو شوو توکو د وېش په يوه مرکز باندې بمباري وشوه.

د دونيڅک د سيمې والي، پافلو کيريلنکو بيا په فيسبوک کې رپوټ ورکړی دی چې خلک د چارواکو خبرو ته غوږ نيسي او دا چې د تخليې مسير څخه اوس »زياته استفاده کيږي.« په دې ترڅ کې ۵۰۰ اوکراينيان چې اصلاً په سويل ختيځ ماريوپول کې کلابند شوي ول، په دې بريالي شوي چې د چهارشنبې په ورځ د سره صليب د نړيوالې کميټې تر حفاظت لاندې د موټرو په يوه کاروان کې له سيمې څخه راووځي.

د سره صليب يوې وياندې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې »دغو خلکو تر ټولو بد وضعيت تجربه کړی دی.« د هغې په خبره دغه خلک قسماً په خپلو پښو له ماريوپول څخه وتلي ول.

نوموړې په ټويټر کې وليکل چې مرستندويانو پنځه ورځې هڅه کړې وه چې ماريوپول ته ولاړ شي، خو دا کار د »حاکم امنيتي وضعيت له کبله ناممکن« وو. د هغې په خبره په دغه کلابند شوي ښار کې »نه خوراک، نه اوبه او نه برېښنا« شته. د اوکراين د معلوماتو په حواله په دغه ښار کې ۱۲۰ زره کسان اوس بند پاته دي.

د ماريوپول ښاري شورا د چهارشنبې په ورځ د مړو شمېر د اوسنيو اټکلونو خلاف لا لوړ ښودلی دی. دغه شمېر تر اوسه پورې ۵۰۰۰ کسان ښودل شوی وو. خو د ښار د ستروالي او د کلابندۍ د دوام له کبله ښايي »د ملکي وګړو په منځ کې په لسونو زره قربانيان« موجود وي. دغه خبره د ماريوپول ښاري شورا په تلګرام کې کړې ده.

د اوکراين ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، په دې ترڅ کې پر روسيې تور لګولی دی چې د دې مخه نيسي چې مرستندويه ټولنې ماريوپول ته ورننوځي څو په ښار کې د »زرونو« قربانيانو شمېر پټ وساتي.

زيلنسکي د چهارشنبې په ورځ د ترکيې د خبرتُرک تلويزيوني چېنل سره په مرکه کې وويل چې »زه فکر کوم چې دوی له دې څخه ويره لري چې دنيا وويني چې هلته څه تر سره کيږي، مخکې له دې چې روسي عسکرو هلته پاک کاري نه وي کړې.«