1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا غونډه: د الازهر امام او پاپ د سولې غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر او د الازهر امام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د "انساني ورورولۍ" پر اهمیت بحث او د کرکې د خپریدو د غندلو غوښتنه وکړه، هغوی د تلپاتې سولې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4ScFT
آرشیف: د الازهر  امام او پاپ انځور
آرشیف: د الازهر امام او پاپ انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Hamdy

پاپ چې دا مهال د نس جراحۍ وروسته په روغتون کې دی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ېې یوه بیانیه استولې او ویلي یې دي، چې دریمه نړیواله جګړه "په مرحله ېې ډول " روانه ده، نو د اټومي وسلو احتمالي ویجاړونکو اغیزو ته په پام سره، د دې وخت را رسیدلی چې جګړې ته "نه" وویل سې.

په قاهره کې د الازهر دیني زده کړو د زر کلن مرکز، امام شاه احمد الطیب، په یوه مجازي کنفرانس کې وویل چې انساني ورورولي د نړۍ د سولې کیلي ده؛ هغه ټکی چې ده او پاپ په ۲۰۱۹ کال کي هم په یوه سند کي ورته اشاره کړې وه.

متحده عربي اماراتو د سولې د تامین له پاره د بشري ورورولۍ اهمیت په دې میاشت کې د امنیت شورا د خپل صدارت د اصلي تمرکز په توګه غوره کړ. په امنیت شورا کې د پاپ او د الازهر د امام له غوښتنو او ویناوو وروسته د دغې شورا غړو یو پریکړه لیک تصویب کړ. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د کرکې وینا، توکم پالنه، نه زغم، جنسیت او د افراطیت اعمال د جګړې په پیل، پراخولو او بیا پیلولو کې مرسته کوې.

پاپ فرانسيس د اوکراين او نورو جګړو د بندېدو غوښتنه وکړه

دغه پريکړه ليک چې د متحده عربي اماراتو او بريتانيا له خوا چمتو شوى دى له ټولو هېوادونو او سازمانونو څخه غواړي چې دغه کړنې وغندي او د مخنيوي له پاره يې هڅې وکړي. دغه پرېکړه ليک په متفقه توګه تصويب شو، که څه هم د شورا له ١٥ غړو څخه ځينې يې په ځينو ورته کړنو تورن دي، چې په پرېکړه ليک کې يې غندنه شوې ده.

آرشیف: د امنیت شورا غونډه
آرشیف: د امنیت شورا غونډهانځور: ED JONES/AFP/Getty Images

له رايې ورکولو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفيرې، لانا نصيبه، اسوشېتېد پرېس ته وويل، دا يو مهم پرېکړه ليک وو، ځکه چې دا د لومړي ځل له پاره د شورا پخواني پرېکړه ليکونه سره يو ځای کوي چې د کرکې او توکم پالنې له بېلابېلو بڼو سره تړاو لري. هغې وويل دغه پریکړه لیک د زغم، برابرۍ، هماهنګۍ او خبرو اترو ته وده ورکوي.

پاپ د وسلو د سیالۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ، د هغه په ​​​​وینا، د وسلو پلورلو ته د ګټې اخیستنې له پاره وده ورکول کیږي. "د سولې له پاره د اسانه ګټې پرېښودل د زياتو ويجاړونکو او زورورو وسلو د پلورلو په پرتله ډیر جرئت ته اړتيا لري."

د نړۍ د کاتولیکانو مشر ویلي دي چې د اټومي ناورین احتمالي ګواښ په دې معنی دی چې د تلپاتې سولې د پیداکولو وخت را رسیدلی دی، نه د بې ثباتۍ په رامینځته کولو سره بلکې د ورورګلوۍ په رامینځ ته کولو سره هغه څه چې موږ متحد کوي.

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

پاپ فرانسیس د کاتولیکې کلیسا مشر تر دې لاهم مخکې تللی او ویلي یې دي چې نه یوازې د اتومي وسلو کارول بلکې درلودل ېې هم غیر اخلاقي دي. له دې مخکې، کاتولیک کلیسا درې لسیزي په دې باور وه چې اټومي وسلې تر هغه چې اټومي بې وسلې کول رامینځ ته شې په اخلاقي توګه د منلو وړ دي. ظاهرآ کاتولیک کلیسا په دې پوهیدلي چې د اټومي وسلو د مخنیوي عقیده د اټومي وضعیت لامل شوې ځکه چې د وسلو کنټرول تړونونه له مینځه ځې.

الطیب بیا ویلې چې له امنیت شورا سره یې د خبرو موخه دا وه چې د بې معنا جګړو پر پای ته رسولو ټینګار وکړي. هغه په ​​افغانستان، سوریه او لیبیا کې جګړو او له ۷۵ کلونو وروسته د یوه خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو ته اشاره وکړه.

هغه د روسیې یا اوکراین د نوم له اخیستو پرته وویل، هغه جګړه چې د اروپا په ختیځو پولو کې روانه ده، د وېرې لامل شوې او "اندېښنه دا ده چې دا جګړه کېدای شي انسانیت بېرته لومړني دور ته وګرځي."

د الازهر امام ویلي دي چې د نړۍ مشران باید هغه ماموریت ته دوام ورکړي چې د الازهر او کاتولیک کلیسا لخوا په ۲۰۱۹م کال کې د انسانانو د ورورولۍ په سند کې ټاکل شوی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د پاپ او الازهر د امام وینا "د زغم او انساني پیوستون یوه نمونه" وبلله او پر هیوادونو او خلکو یې غږ وکړ چې د یوې "انساني کورنۍ" په توګه کار وکړي" سوله ایز اتحاد چې د انساني ورورولۍ په ارزښتونو کې ریښه لري باید یې خلګ ترڅنګ ودریږي.