1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا: طالبانو په يوه میاشت کې ۱۴۵۶ حملې کړي

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو د تيرې يوې مياشتې په جریان کې ۱۴۵۶ حملې ترسره کړي دي. په دغو حملو کې ۱۲۹ تنه ملکيان وژل شوي او ۲۹۱ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3fYe4
Afghanistan Explosionen auf Markt in Helmand
انځور: AFP/N. Mohammad

د افغانستان امنيت شورا په دې اړه په خپلې اعلاميه کې زیاته کړې چې طالبانو په هيواد کې د تاوتريخوالو د کمولو په تړاو د کړو ژمنو سربیره، د تيرې ېوې مياشتې په جریان کې د افغانستان په مختلفو ښارونو او لويو لارو کې تر ټولو ډيرې حملې ترسره کړي دي.

د طالبانو دغه حملې د افغانستان په ديرشو ولایتونو کې ثبت شوي دي. د امنيت شورا وايي چې په دغو حملو کې تر ټولو ډيره مرګ ژوبله په سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې اوښتې ده.

طالبان د افغانستان په مختلفو سيمو کې د چاودنو او ځان وژونکو حملو تر څنګ، پر هدفي وژنو او د مقناطيسي مايونو په ايښودلو هم لاس پورې کوي چې د دا ډول پيښو تر ټولو ډير قربانيان، ملکيان وي.

د افغانستان د بشر حقونو د کمیسيون د وروستي رپوټ پر اساس، د روان کال د لومړيو شپږو میاشتو په هدفي وژنو کې ۳۱ سلنه مرګ ژوبله ملکيانو ته اوښتې ده. د سړک غاړې، مقناطيسي او په لاس جوړو شوو ماینونو او بمونو په چاودنو کې هم ۲۶ سلنه وژل شوي او ټپيان شوي افراد، ملکيان دي. سربيره پر دې په توغندويزو بريدونو کې هم ۱۲،۷ سلنه مرګ ژوبله ملکيانو ته اوښتې ده.

په دې لړ کې د افغانستان امنيتي ځواکونه او حکومتي کارکونکي هم د طالبانو تر هدفي وژنو لاندې نيول کيږي. د طالبانو له خو دغه حملې په داسې وخت کې ترسره کيږي چې تمه ده ‌ډير ژر، د دغې ډلې او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکرات پيل شي.

Kabul Autobombe Anschlag Afghanistan
سرچينه وايي د طالبانو د تيرې يوې مياشت په حملو کې ۱۲۹ تنه ملکيان وژل شوي او ۲۹۱ نور ټپیان شوي دي - آرشيفانځور: Reuters/O. Sobhani

تازه د پکتيکا ولایت سیمیزو چارواکو ويلي چې، د طالبانو په تر ټولو وروستۍ حمله کې چې د يکشنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) ترسره شوې، د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان، دریا خان تلاش، ووژل شو. هغه سره يې درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

د ځايي سرچينو په حواله، دغه پيښه د يکشنبې ورځې په سهار هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دریاخان تلاش حامل ټانګ، په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پر ايښودل شوي ماين وربرابر شو. د دغې پيښې مسئوليت طالبانو منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې يوه ورځ مخکې د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ امنيه قوماندان هم په ورته يوه بمې چاودنه کې ووژل شو. هغه سره څلور پولیس سرتيري ټپيان شوي دي. د نوبهار ولسوال، صمدجان دراني رسنيو ته ويلي دي چې د دغې ولسوالۍ امنيه قومندان، صاحب جان، د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې د يو ماين په چاودنه کې ووژل شو. هغه په دغې پيښه کې د څلورو پوليسو ټپي کيدل هم تائيد کړل. 

 ن ک/م.ک.ص./م.ن.ص.