1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکایي ځواکونو وتل سولي ته د طالبانو ليوالتيا کموي»

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

د امریکایي ځواکونو پخواني قوماندان ویلي دي چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي عسکرو نمايي راایستل به د سولې له خبرو اترو سره د طالبانو ليوالتيا کمه کړي. دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیري مېشته دي.

https://p.dw.com/p/3AocO
General Stanley McChrystal USA Militär
انځور: AP

متقاعد جنرال ستانلي مک کریستال، ویلي دي چې امريکا متحده ایالات په حقیقت کې پر طالبانو باندې د فشار خپله مهمه وسیله له لاسه ورکوي. د مک کریستال څرګندونې هغو رپوټونو ته غبرګون وو چې ولسمشر دونالد ترمپ پينتاګون ته امر کړی دی چې په راتلونکي دوبي کې له افغانستانه د زرونو امریکایي ځواکونو د راایستلو له پاره پلان جوړ کړي.

د امريکا متحده ایالاتو تلونکي دفاع وزیر جیمز متیس په خپل استعفا لیک کې دغه امر ته اشاره کړې ده. د ترمپ په اداره کې د دوشنبې ورځ د متیس وروستۍ ورځ ده.

امریکا متحده ایالاتو او ناټو په رسمي ډول د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته وروساوه، خو امریکایي او نور متحدین یي په دغه هیواد کې پاته دي چې پر داعش او طالبانو هوایي بریدونه کوي او د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې ونډه لري.

مک کریستال له اې بي سي، تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي: «که چیري تاسو طالبانو ته ووایاست چې موږ پر یوه ټاکلې نیټه وځو، خپل ځواکونه کموو، خپل ځان کمزوری کوو، نو سولې ته د رسیدو ليوالتيا يې کمیږي.»

مک کریستال په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې دی اندیښنه لري چې افغانان به چې د یوه متحد په توګه پرې حساب کیدای شي پر امريکا خپل باور له لاسه ورکړي. هغه ویلي دي: «زه فکر کوم چې احتمالا موږ هغوی ته ټکان ورکړی.»

مک کریستال، په خپله پر ولسمشر باندې شخصا نیوکه وکړه چې دی په دې باور نه دی چې ترمپ دې رښتیا وایي. دغه څرګندونې مک کریستال د هغي پوښتنې په ځواب کې وکړي چې که چیري له ده وغوښتل شي چې د ترمپ له ادارې سره کار وکړي: «زما په آند زما له پاره دا مهمه ده چې له هغه چا سره کار وکړم چې په حقیقت کې صادقه اوسي، حقیقت هغه ډول ووایي چې پرې خبر یي.» کله چې له مک کریستال وپوښتل شول چې آیا ترمپ بې پروا دی؟ نو ده په ځواب کې وویل «زه فکر کوم چې همداسې دی.»

دا لومړی وار نه دی چې هغه پر یوه برحاله ولسمشر باندې نیوکې کوي. د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۰م کال په جون میاشت کې د مک کریستال استعفا وروسته له هغې ومنله چې د پر هغه او مرستیال جو بایډن په گډون یې د ولسمشر ادارې پر چاواکونو باندې د یوې مجلې په مقاله کې نیوکې کړې وې.

(اسوشیتد پرس) س.ر/ن.ز