1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د امریکا یو اټومي اوبتل منځني ختیځ ته رسیدلی دی

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې مرکز په یوه بې ساري اقدام کې د منځني ختیځ په سیمه کې د خپل یوه اوبتل د حضور انځور خپور کړی. دا د ایران او متحدینو پر وړاندې یې د امریکا د مقاومت توان د پیاوړې کولو په معنی ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/4YSgv
USA U-Boot Marine Ohio-Klasse USS Ohio
انځور: U.S. Navy/Zumapress/picture alliance

متحده ایالاتو د یوه بې ساري اقدام په ترڅ کې اعلان کړی دی چې د اوهیو Ohio ډول یو اوبتل یې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مرکز (سنتکام) ته رسیدلی دی. دغه انځور په ایکس یا پخواني تویتر شبکه کې خپور شوی دی چې دغه اوبتل په کې له سویس کانال څخه د تیریدو په حالت کې لیدل کیږي. امریکا معمولاً د خپلو اوبتلونو د مستقر کیدو ځای نه اعلانوي.

د دغه اوبتل نوم چې له سویس کانال څخه د تېريدو په حال کې دی، پټ ساتل شوی او دا هم نه ده په ډاګه شوې چې آیا دا اوبتل یو له هغو څلورو اوبتلونو څخه دی چې د توماهاوک کروز توغندي انتقالوي او یا یو له هغو ۱۴ اوبتلونو څخه دی چې د تریدنت-۲ ډول بالستیک توغندي انتقالوي.

خو په هر حال دا په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د مقاومت د پیاوړې کولو او د اړتیا په صورت کې د حملې توان د زیاتولو ښکاره نښه ګڼل کیږي. سنتګام په ورته وخت کې پر اټومي وسلو سمبال د  B-1 ډوله بم غورځونکي الوتکې یو انځور هم خپور کړی دی چې عملیاتي حوزه یې هم منځنی ختیځ اعلان شوی دی.

د لویدیځ رسنۍ د سنتکام له خوا په سیمه کې د خپل مقاومت توان پر زیاتولو ټینګار، ایران او متحدینو ته یې داسرائیل او حماس په روانه شخړه کې د نه ورګډیدو په هکله پټ او ښکاره خبرداری بولي.

بلنکین ترکیې ته تللی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د حماس او اسرائیل د شخړې اړوند سیمې ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې له عراق وروسته ترکیې ته رسیدلی دی او په انقره کې یې له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره لیدلي دي.

د آنادولو خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ناټو د دغو دوو غړو هیوادونو وزیران پر دې خبرې سلا شوي دي چې د مذاکراتو اصلي محور باید د غزې جګړه وي. 

د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه د بلینکن په پروګرام کې شامله نه ده. اردوغان مخکې تر دې اسرائیل د غزې په جګړه کې «د بشریت پر وړاندې په جنایت» تورن کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مخکې تر دې منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیل، اردن او عراق ته تللی وو او د دغو هیوادونو له مشرانو سره یې لیدلي وو.

فلسطینۍ فعاله عهد تمیمي نیول شوې

د اسرائیلي پوځ په وینا مشهوره فلسطینۍ فعاله عهد تمیمي چې د «د فلسطینیانو د مقاومت سمبول» بدل شوې ده، د اردن په لویدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې ده. اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې تمیمي رام الله ته نږدې په نبي صالح ښار کې «تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو ته د هڅونې» په تور نیول شوې ده.

Ahed Tamimi  Freilassung Palästina
مشهوره فلسطینۍ فعاله عهد تمیمي د اردن په لویدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې دهانځور: THOMAS COEX/AFP/Getty Images

دغه ۲۲ کلنه فعاله د اسرائیل امنیتي بنسټونو ته د پوښتنو او ګرویږدنو له پاره سپارل شوې ده. د اسرائیلي رسنیو په حواله هغې په خپل انستاګرام شبکه کې په ښارګوټو کې د میشتو اسرائیلیانو وژنې ته خلک را بللي وو.

عهد تمیمي د ۱۴ کلنۍ په عمر کې د هغې ويډیو له خپریدو وروسته مشهوره شوه چې دې په کې د خپل کشر ورور د خلاصولو له پاره پر یوه اسرائیلي سرتیري خوله (چک) لګولې وه. کله چې ۱۶ کلنه وه د کمرې مخې ته یې یو اسرائیلی عسکر په سپیړه وهلی وو او له همدې کبله نیول شوې وه، چې وروسته له هغې د فلسطینیانو د مقاومت پر سمبول بدل شوه.

نوموړې په ۲۰۱۸م کال کې وروسته له څو میاشتو بند څخه آزاده شوه. د تمیمي یو ډیر لوی انځور په بیت اللحم کې د اسرائیل او اردن د لویدیځي غاړې ترمنځ دیوال هم نصب کړای شوی دی.

د غزې له اوسیدونکو یو وار بیا لویدیځ لور ته د وتلو غوښتنه شوې ده

د اسرائیل د پوځ یوه ویاند په ایکس شبکه کې په عربي ژبه لیکلي چې پوځ د سهار له ۱۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په سویل کې د تیریدو یوه لاره پرانیزي. د پوځ دغه ویاند له خلکو غوښتي دي هر څومره ژر چې ممکن وي د ځان د خوندیتوب له پاره دې د سویل پر لور لاړ شي.

دقیق یوه اونۍ مخکې اسرائیلي پوځ د حماس ترهګرې ډلې پر وړاندې د ځمکنۍ جګړې نوی پړاو اعلان کړی وو. د اسرائیل پوځ په وار وار د غزې له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې د سویل پر لور دې تیښته وکړي. د اسرائيلي پوځ په حواله تر اوسه پورې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو پر دې سپارښتنې عمل کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ بر بنسټ په غزې تراډه کې د یوه میلیون او ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. د نړۍ په دې ګڼ میشته نقطه کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره انسانان ژوند کوي.

د اسرائیل پوځ تر ټولو ډیر د غزې تړاډې په شمال کې د حماس د تاسیساتو پر وړاندې د جګړې په حال کې دی، خو تر اوسه پورې یې څو ځله په سویل کې هم بمبارۍ کړي دي. د اسرائیلي پوځ په خبره په هغو سیمو کې چې د ملکیانو له پاره ټاکل شوي دي، یوازې د حماس د مشرانو پر وړاندې هدفمند بریدونه ترسره کیږي. دغه معلومات په خپلواکه توګه نه شي تائیدیدلی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه