1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا ګانګرس اوکراین ته د مرستو بسته تصویب کړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د امریکا کانگرس د سه شنبه په ماښام د اوکراین له پاره د ميلياردونو مرستو بسته تصویب کړه. د مرستو دغه بسته به د ولسمشر بایدن له خوا لاسلیک او اوکراین ته به یې لیږد په روانه اونۍ کی لا پیل سي.

https://p.dw.com/p/4f7UG
USA, Washington | US & Ukraine Flaggen vor dem Capitol
انځور: Nathan Howard/Getty Images

د مرستو په دغه بسته کي چي د اسرائیل او تایوان له پاره هم پیسې ځانگړي سوي دي، په سنا کي یې پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. څو ورځي مخکي د امريکا د استازو مجلس له څو میاشتو ځنډ وروسته بهرنۍ مرستې تصویب کړې. اوس باید ولسمشر جو بایدن دغه مرستې په خپل لاسلیک کولو سره عملي کړي، چی په خبره به یې دا کار ژر ترژره ترسره سي. ویل کیږي چي په روانه اونۍ به لا ددغو مرستو انتقال پیل سي.

د مرستو د دغه بستې حجم په مجموعي ډول ۹۵ میلیارده ډالره دي. له هغو څخه ۶۱ میلیارده د روسیې تر برید لاندي اوکراین له پاره په پام کي نیول سوي دي.

د استازو تر جرګې وروسته چې د جمهوري غوښتونکو اپوزیسیون په واک کې وه، د سنا مجلس هم چې د بایډن د دیموکراتانو په واک کې ده، د ۱۸ په وړاندي د ۸۹ موافقو رایو په لرلو سره دغه لایحه تصویب کړه.

بایدن وویل، کله چي سبا سهار دغه لایحه زما پر میز کښیښودل سي نو هغه به یې سمدستي لاسلیک او د امریکا له اولس سره خبري وکړي. په روانه اونۍ به لا په دې پیل وسي چی وسلې او تجهیزات اوکراین ته واستول سي. د مرستو د نوموړي بستې تصویب دا ثابتوي چي امریکا متحده ایالات

 "په قاطعانه ډول د ديموکراسۍ او آزادۍ له پاره " او "د جبراو ظلم" پر وړاندي ولاړ دي.

په سنا کي د دیموکراتانو د اکثریت مشر چوک شومر وویل، زموږ پیغام دادی چي امریکا متحده ایالات به اوکراین ته "شا و نه ګرځوي". د پنتاگون یوه ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، اوکراین ته به د "څو ورځو په ترڅ کي" نوري مرستې هم آماده سي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د خپل هیواد له پاره د مرستو د میلیاردونو دغې بستې د تصویب له امله مننه وکړه. هغه له دې کبله خپله خوشحالي څرگنده کړه چي نوموړې لایحه به ډیر ژر لاسلیک سي.

دغه لایحه ولسمشر بایدن ته د دې امکانات برابروي چي د روسیې شتمني ضبط او هغه وپلوري او اوکراین ته د بیارغوني د لگښتونو له پاره پیسې په اختیار کي ورکړي. د دغه اقدام هرکلی د جي ۷ هیوادونو نورو غړو هم کړی دی.

روسیې د اوکراین په وړاندي دغه یرغلیزه جګړه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کي پیل کړه. د اوکراین پوځ د نوو سرتیرو د جلب او جذب له پاره په اوس وخت کي د مهماتو له کمښت او ستونزو سره مخامخ دی. په راتلونکو میاشتو کي اوکراین د روسیې له خوا د نوي او لا قوي دوبني عملیاتو اټکل کوي.

د اوکراین د ملاتړ په اړه بحث په متحده ایالاتو کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ ژورې شخړې په ګوته کړې، همدارنګه په محافظه کارانو کې یې هم ژور درزونه رامنځته کړل. په داسې حال کې چې ځینې جمهوري غوښتونکي سخت دریځي بهر ته د پیسو لیږلو سره مخالفت کوي، دیموکراتان  بیا د اوکراین مرستو ته د روسیې د تیري په وړاندې د متحده ایالاتو په امنیت کې د پانګونې په توګه ګوري.

په عین حال کې د اسرائیل له خوا هم د مرستو د دغې بستې د تصویب له امله د امریکا له سنا څخه مننه وسوه. د حماس ډلي سره په جګړه کې د اسرائيل له پاره ۱۳ میلیارده ډالر ځانګړي سوي دي. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتڅ، پر خپله اکس پاڼه (پخوانی تويتر) لیکلي، دغه بسته "زموږ د اتحاد د ځواک څرګند ثبوت دی او زموږ ټولو دښمنانو ته قوي پیغام استوي."

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د مرستې په دغه بسته کې د غزې په تراډه کي د ځپل سوو خلکو د ملاتړ له پاره نهه ميلیارده ډالر او د تایوان له پاره اته ميلیارده ډالر هم شامل دي. چین دغه ټاپو ته د یوه جلا سوي ولایت په سترگه ګوري چې باید له اصلي خاوري سره یوځای سي. د اړتیا په صورت کې د پوځي ځواک په زور هم.

   GP/NZ/AG