د امریکا سنا د یمن په جګړه د ښکلتیا ختمیدل غواړي
۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د ارادې له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف سره د یمن په جګړه کې د متحده ایالاتو مرسته به ډیر ژر ودریږي. د متحده ایالاتو د کانګرس دغې خونې په اکثریت سره د هغې طرحې پلویتوب کړی دی چې د امریکا د ملاتړ د ختمولو غوښتنه کوي. ۵۴ سناتورانو چې اووه پکې د ترمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتوران دي د دغې طرحي په پلویتوب رای ورکړي او ۴۶ سناتورانو د هغې مخالفت کړی دی. خو د دې طرحې په هکله د استازو مجلس لا پریکړه نه ده کړې. خو که چیرې د کانګرس دواړه خونې دغه طرحه تائید هم کړي نو د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ کولای شي هغه رد کړی.
د ملکیانو خونديتوب
په یمن کې حوثي یاغیان له څلورو کلونو راهیسې په نړیواله کچه په رسیمت پيژندل شوي حکومت د پلویانو پر ضد جنګیږي. د دغه حکومت ځواکونه د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي. د ریاض د حکومت له نظره حوثي یاغیان د دوی رقیب هیواد ایران ملاتړي دي. خو پر سعودي عربستان باندې دا تور لګول کیږي، چې په پوځي بریدونو کې د ملکیانو خونديتوب ته پام نه کوي.
امریکا متحده ایالات له دغه ائتلاف سره د استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته کوي، کله چې د اهدافو د په نخښه کولو موضوع مطرح وي. د متحده ایالاتو د سنا مجلس په دسمبر میاشتې کې د دغه ډول همکارۍ د ختمولو له پاره د یوې طرحې د وړاندې کولو خبره کړې وه. خو مخکې له دې چې د استازو مجلس په دې هکله رای اچونه تر سره کړي، د قانوني دورې وخت پای ته ورسید.
د خاشقجي د وژنې له پيښې سره تړاو
د دغې رای اچونې شالید د سعودي عربستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د دریځ پر وړاندې اختلاف ته هم ورګرځي. د امریکا په کانګرس او په خپله د جمهوري غوښتونکو په لیکو کې د سعودي د منتقد خبریال جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې د ترمپ د ادارې د اقداماتو په هکله ډیره نا رضایتي موجوده ده. داسې ویل کیږي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان شا او خوا لوړپوړې حلقه تیر کال په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کیدو په قضیه کې ښکیل وه او یا پرې خبره وه. خو ترمپ او د هغه حکومت په دغو بحثونو په څرګند ډول د سعودي د مشرتابه او ولیعهد تر شا ودریدل چې پر دغه څه انتقادونه وشول.