1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان ځواکونو لومړنۍ دنده د طالبانو پرمختګ ورو کول دي»

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

د امریکا دفاع وزیر وايي د افغان امنيتي ځواکونو لومړنی مسئولیت دا دی چې دوی د سیمو تر بیرته نیولو د مخه د طالبانو د پرمختګ سرعت راکم کړي. هغه وايي افغان ځواکونه د مهمو ستراتيژیکو سیمو د تحکیم له پاره تقويتي پلان لري.

https://p.dw.com/p/3y0nQ
USA Hawaii | US-Verteidigungsminister Lloyd Austin beim US Pacific Command
د امریکا دفاع وزیر لويد آستینانځور: Cindy Ellen Russel/Honolulu Star-Advertiser/AP/picture alliance

رويترز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د افغانستان پوځ د طالبانو پر وړاندې د جګړې پر ستراتيژي کار کوي چې له مخې يې په تر ټولو مهمو سیمو کې لکه کابل او نور ښارونه، سرحدي بندرونه او په حیاتي زیربنايي سیمو کې تقويتي پوځونه ځای پر ځای کوي.

د امریکا دفاع وزیر، لوئيد آستين په دې اړه په الاسکا کې خبریالانو ته وويل: «دوی به د ډير نفوس لرونکو مهمو سیمو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي.»

دا څرګندونې په داسې مهال کيږي چې د امریکا د ولسمشر جو بایدن د اعلان مطابق په افغانستان کې میشت ټول امريکايي ځواکونه به د اګست میاشتې تر ۳۱مې پورې له دغه هیواد څخه ووځي.

آستین د دغه پلان په اړه وويل: «په داسې شرایطو کې چې آیا دوی به د طالبانو مخه ونيسي يا نه، زه فکر کوم لومړنی کار چې باید وشي هغه دا دی چې د دوی له خوا ډاډ حاصل شي چې کولی شي د طالبانو سرعت راکم شي.»

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې هغه په دې باور دی چې افغانان د پرمختګ توان او وړتیا لري او وې ويل، خو «موږ به وګورو چې څه کيږي.»

د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې طالبان د وروستیو پرمختګونو په نتیجه کې اوس د افغانستان له نیمايي څخه پر ډیرو ولسواليو کنټرول لري.

څرنګه چې حکومتي ځواکونه د ښارونو او مهمو ساحو د تقويت له پاره پلان لري، په عین وخت کې طالبانو هم د ولایتونو پر مرکزونو باندې خپل پوځي فشارونه ډير کړي او غواړي چې لارې پرې بندې کړي.

امریکايي ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو څخه چې د طالبانو له حملو څخه تر فشار لاندي دي، په ملاتړ يې د طالبانو پر ضد خپلو هوايي حملو ته ادامه ورکړې ده. امریکايي ځواکونه دغه ملاتړ ته په داسې حال کې ادامه ورکوي چې له افغانستان څخه يې وتل په وروستۍ مرحله کې قرار لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، د افغان ځواکونو څخه د مالي ملاتړ ژمنه کړې او ويلي دي چې د سولې خبرو اترو له پاره به خپلې ديپلوماتيکي هڅې دوه برابره کړي.

بایدن د افغانستان په تړاو د جمعې په ورځ د دوو جلاو فرمانونو له لارې، افغانانو ته د ۱۰۰ او ۲۰۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. زیاته شوې چې شوي چې له دغو مرستو سل ميلیونه ډالر به يې په «غیر مترقبه» حالاتو کې پر اړمنو او جګړه ځپلو خلکو او دغه راز پر هغو افغانانو وويشل شي چې د امریکا د مهاجرت ځانګړې ويزې له لارې يې درخواستونه ورکړي دي.

په دغه درخواست کونکو کې شل زره هغه افغانان شامل دي چې په افغانستان کې يې د امريکا پوځ سره د ژباړونکو په څير کار کړی او اوس د طالبانو له آدرسه خپلې راتلونکې ته انديښمن دي.