1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د یوه پایپلاین څخه په ملیونونو لیټره تیل بهیدلي

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

د امریکا په متحده ایالاتو کي د یوه پایپلاین تر سوری کیدو وروسته عملأ د هغه څخه تر دوه ملیونه لیټره اضافه تیل دباندي وتلي دي.

https://p.dw.com/p/4Klxm
USA, Freeport | Strategischen Ölreserven
انځور: U.S. Department of Energy/dpa/picture alliance

د دغه پایپلاین کاناډايي چلوونکي شرکت TC انرژي پدې منځ کي خبر ورکړی دی، چي د امریکا د کانزاس په ایالت کي د کیستون د دغه پایپلاین څخه د تیلو وتل بند سوي دي.  
خو که واقعأ د پایپلاین څخه د تر ۲،۲ملیونو لیټره تیلو وتل تایید سي، بیا نو د فعالینو په نظر دا د امریکا په متحده ایالاتو کي تر نهو کلونو وروسته تر ټولو لوی طبیعي آفت دی. دغه پاپلاین د کاناډا څخه امریکا ته تیل انتقالوي، چي هلته بیا د موټرو او نورو په تیل چلیدونکو وسایلو دپاره استعمالیږي. 
د تیلو شرکتونو او اقلیم ساتونکي سازمانونه د ډیره وخته راهیسي د دغه پایپلاین پرغزولو باندي سره شخړه لري.