1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د پوځ لوی درستیز له ولسمشر غني سره ولیدل

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دی. د خپل سفر په ترڅ کې جنرال مایک مایلي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3B1MZ
Fort Hood USA Schießerei Texas 2.4.14 Mark Milley
انځور: Reuters

د ارګ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دغه کتنه کې چې د پنجشنبې په ورځ وه «دواړو لورو د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د ستراتیژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بساینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره واشنګټن زلمی خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. په ستمبر میاشت کې د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کیدو وروسته خلیلزاد څو وارې له طالب استازو سره لیدلي دي. خو طالبانو لا تر اوسه د افغان حکومت له استازو سره له مستقیمو مذاکراتو ډډه کړې ده.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امريکا متحدو ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو بل دور ښایي د روانې میلادي میاشتې په پای کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.

خو افغانستان ته د متحده ایالاتو د لوی درستیز سفر په داسې یوه وخت کې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ ولسمشر ترمپ د کابینې په غونډه کې د افغانستان او ځينو نورو هیوادونو په هکله ځینې څرګندونې وکړې چې ارګ یي په هکله هم غبرګون ښودلی.

د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ له وزيرانو سره په غونډه کي ويلي وو: «مخکي روسيه شوروي اتحاد وو. افغانستان له هغه څخه روسيه جوړه کړه. ځکه چي په افغانستان کې جگړې هغوی له افلاس سره مخامخ کړل.»

ترمپ زياته کړه: «په افغانستان کي د روسيې د حضور دليل دا وو چي تروريستانو غوښتل روسيې ته مخه کړي. شوروي اتحاد په افغانستان کي پر حق وو. ستونزه دا وه چي دغه جگړه ډېره سخته وه او هغوی له افلاس سره مخامخ سول.»

د ارګ له لوري د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې پرته له دې چې د چا نوم واخیستل شي راغلي دي: «د څرګندونو او د یوه هېواد د رسمي پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه موږ هم د یو لړ څرګندونو په اړه د امریکې متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د دیپلوماتیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې به له موږ سره شریک شي.»