1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د امریکا د مرستیال ولسمشر د دفتر یو غړی په کرونا اخته شوی

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر یو غړی په کرونا اخته شوی دی. دا په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پيښه ده. په نیویارک ایالت کې هم د کرونا ویروس د خپریدو سره د مقابلې له پاره شدید محدویتونه وضع شوي.

https://p.dw.com/p/3ZpP0
USA Coronavirus | PK Mike Pence
انځور: picture-alliance/Photoshot/Liu Jie

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر ویاندې کیتي میلر، د پنس د دفتر د یوه کارمند د اخته کیدو د خبر د تائید ترڅنګ ویلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ او مایک پنس د کرونا پر ویروس له اخته دغه کس سره نږدې اړيکې نه درلودې. مایک پنس له کرونا سره د مبارزې د کاري ډلې مشر هم دی.

 د وروستیو شمیرو له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۸۱۰۷ تنو او د قربانیانو شمیر یي ۲۴۱ ته رسیدلی دی. په امریکا کې د کرونا ویروس له خپریدو سره په دغه هیواد کې د خلکو اندیښنې هم زیاتې شوي دي. خلک د خوراکي توکو او نورو اړينو موادو د خریدارۍ له پاره پر پلورنځایونو او مغازو هجوم وروړي. رسنۍ وایي چې وسلې هم په دې ورځو کې د امریکایانو د خریدارۍ په لیست کې شاملې دي.

د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د بیړني وضعیت اعلان

د کالیفورنیا ایالت سیمه ایزو چارواکو د «بیړني وضعیت» په اعلانولو سره له خلکو غوښتي دي چې یوازې د ضرورت په وخت کې دې له خپلو کورونو څخه ووځي.

د جمعې په ورځ د امریکا په یو شمیر نورو ایالتونو نیویارک، ایلینوي، نیوجرسي او پنسلوانیا کې هم شدید محدویتونه وضع شوي وو. د دغو ایالتونو چارواکو له خلکو غوښتي دي چې یوازې د ډېر ضرورت په وخت کې دې له خپلو کورونو څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبر ورکړ چې تازه محدویتونه به د شنبې په ورځ د یوې میاشتې له پاره عملي شي. پمپئو ویلي دي چې په بهر کې مقیم امریکایي اتباع باید بې له ځنډه هیواد ته ستانه شي او یا به هم د یوې اوږدې مودې له پاره په همدغو هیوادونو کې باقې پاتې شي.

له کاناډا او مکسیکو سره د امریکا پوله وتړل شوه

امریکا متحده ایالاتو د کرونا ویروس له خپریدو سره د بهترې مقابلې له پاره له کاناډا او مکسیکو هیوادونو سره هم خپل سرحدونه وتړل. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ویلي دي چې دا پریکړه به شنبه د شپې له نیمایي وروسته عملي کیږي، خو سوداګریز سفرونه به ادامه ولري.

آژانسونه: ش.ن/ن.ص