1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارتر په افغانستان کې پر کومو موضوعګانو بحث کوي؟

۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، د جمعې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید، څو د دغه هیواد ماتیدونکی امنیتي وضعیت وڅېړي. کارتر به له افغان چارواکو سره د جنګې الوتکو د ورکړې په اړه هم خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1HPZ9
Irak USA Kurden Verteidigungsminister Ashton Carter
انځور: Reuters/C. Kaster

کارتر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په دغه هیواد کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپل، اندیښنه څرګنده کړې وه چې له عراق او سوریې څخه بهرني جنګیالي د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدو پرتو سیمو ته راځي او په دې هیواد کې له داعش سره یوځای کیږي.

چارواکي له ډیر وخت راهیسې ګواښ کوی چې که څه هم په افغانستان کې د اسلامي دولت حضور پراخ نه دی، خو بیا هم داعش ډله غواړي په افغانستان کې خپل فعالیتونه وغځوي.

په افغانستان کې د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» ډېر غړي هغه طالبان دي چې په خپلو منځو کې د اختلافاتو له کبله بیل شوي دي او له «اسلامي دولت» (داعش) سره یې بعیت اعلان کړی دی. دغه ډله د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې ډیره فعاله ده.

په وروستیو وختونو کې د پنتاګون له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو د امریکایي ځواکونو د حضور له کمیدو څخه په ګټه په ۲۰۱۵م کال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

کارتر به په افغانستان کې له خپلو پوځي قوماندانانو سره وویني. هغه افغانستان ته تر رسیدو مخکې دوې ورځي په عراق کې هم تیري کړي دي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۹۸۰۰ امریکایي عسکر میشت دي چې ځيني يې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ونډه اخلي. که څه هم پلان شوې وه چې امریکا متحد ایالات به د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل پوځي حضور یوازي د خپل سفارت او کونسلګریو تر ساتلو پوري محدود کړي. خو له خپلو پوځي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته اوباما پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۶م کال کې هم خپل ډېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وروستي رپوټونه ښيي چې د اوباما دغې پریکړې ته څومره اړتیا وه. د رپوټونو په حواله د داعش حضور د افغانستان وضعیت ته یو نوی اړخ بخښلی دی چې آن طالبان یې له کبله اندېښنه لري. ډیر وخت د طالبانو او اسلامي دولت ډلي ته وفاداره کسانو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي.

کارتر به په خپل سفر کې همداراز له افغان چارواکو سره د A-29 ډوله الوتکو په اړه هم خبري وکړې. په پلان کې ده چې دغه الوتکي به امريکا افغانستان ته ورکړي.

د پلان له مخې به افغانستان تر ۲۰۱۸ کال پورې ۲۰ دغه ډول جنګي الوتکې ولري چې له ډلې څخه به یې اته په راتلونکې کال کې کابل ته ورکړل شي.