1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د پرمختګ خبره شوې

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په وروستي پړاو خبرو کې د «پرمختګ» یاودنه کړې. د طالبانو یوې سرچیني هم ویلي دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف حل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3NOat
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

اسوشتید پرس خبري خبري آژانس د طالبانو د یوې سرچنې له قوله لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د نظر اختلاف حل شوی دی.

د دغې سرچینې په وینا طالبانو له افراطي ډلو سره د اړیکو د پرې کیدو تضمین ورکړی دی. 

دغه تحول په قطر کې تر وروستیو دوو ورځو خبرو وروسته رامنځ ته کيږي. د طالبانو غړي د نوم نه ښوولو په شرط له اسوشیتد پرس سره خبرې کړي دي، ځکه چې د مذاکراتو د جزئیاتو په هکله د څه ویلو اجازه یې نه درلوده.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ټویټر په یوه پیغام کې له طالبانو سره د خبرو اترو په وروستي پړاو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.

هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي وو: «په کابل کې د تیري اوونۍ د ډیر ښه پرمختګ وروسته، زه په تیرو څو ورځو کې په دوحه کې وم او پر هغو پاتو مسایلو مې غور کاوه چې له طالبانو سره شونې یوه معامله بشپړولی شي او د شرایطو په اساس، د ځواکونو وتل شوني کولی شي. موږ ډیر ښه پرمختګ کړی دی.»

خلیلزاد په خپل ټویټ کې دا هم لیکلي وو امریکایي پلاوی او طالبان به «پر تخنیکي جزئیاتو او د څلور برخیز توافق د بریالي پلي کولو پر هغو اړینو میکانیزمونو بحثونو ته دوام ورکړي چې زما له ټاکل کیدو راهیسې موږ پرې کار کوو.» خلیلزاد یادونه کړې وه چې پر دغو جزئیاتو توافق «ډیر مهم دی».

خلیلزاد همداشان هند ته د خپل سفر خبر ورکړی وو چې په خبره یې پلان شوي ملاقاتونه تر سره کړي او د افغانستان د سولې د بهیر په ملاتړ نړیواله اجماع نوره هم پیاوړې کړي.