1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو احتمالي پریکړنده پړاو

۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو خبرو کې د احتمالي پريکړي په اړه په افغانستان کې هیلې مخ پر ډیریدو دي.

https://p.dw.com/p/3N8SZ
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د یوه حکومتي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي: «موږ اټکل کوو چې په راتلونکي پړاو کې به د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ یو تړون لاسلیک شي.»

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو هم په دې هکله خوشبیني ښوولې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې داسې هیلې شته چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یوه حل لاره وموندل شي. د هغه په خبره له پخوانيو مذاکراتو څخه «لږ جزئیات» پاته دي چي بايد روښانه شي، نو له دې کبله په دې پړاو کې د یوه «پرمختګ» هیله کیږي.

په پام کې ده چې د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د پنجشنبې په ماښام (۲۰۱۹م کال د جولای ۳۱مه) قطر ته ورسیږي، څو دغه اوږدې جګړې ته د یوې سوله ایزې حل لارې موندلو په هکله مذاکراتو ته ادامه ورکړي. یاد خبري آژانس د طالبانو له قوله لیکلي دي چې دا خبره لا روښانه نه ده، چې آیا د جمعې او شنبې په ورځو به خبرې ادامه ومومي که نه.

امريکا متحده ایالات له کابو یوه کال راهیسې له طالبانو سره مستقیمي خبري کوي. د واشنګټن له پاره مهمه مسله د طالبانو له خوا د دې تضمین دی چې د افغانستان خاوره به بيا د ترهګرو په پټنځای نه اوړي. طالبان بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

د امريکا متحده ایالاتو له نظره له طالبانو سره په احتمالي تړون کې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات او یو اوربند هم شامل وي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو مذاکراتو څخه ډډه کړې ده. خو د خبرو اترو پر لړۍ سربیره په افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی ادامه لري.