1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا تر تړون وروسته پر طالبانو لومړنی هوايي برید وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي دي چې تر یولسو ورځو وروسته یې د لومړي ځل له پاره په هلمند کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی. تر اوسه پورې په دغه برید کې د طالبانو د تلفاتو په هکله معلومات نه دي خپاره شوي.

https://p.dw.com/p/3Ypy8
Afghanistan US Drohne
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو يوه وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۴مه نیټه) خبر ورکړی دی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د تړون تر لاسلیک وروسته او په تیرو یولسو ورځو کې یې د لومړي ځل له پاره په هلمند کې پر طالبانو باندې هوايي برید کړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګيټ په یوه ټویټري پیغام کې د یاد هوايي برید په هکله ویلي: «د مارچ میاشتې پر ۴مه نیټه متحده ایالاتو د هلمند په نهر سراج کې پر هغو طالب جنګیالیو هوايي برید کړی دی چې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د برید په حال کې ول.» لیګیټ زیاته کړې چې په تیرو یولسو ورځو کې دا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد لومړنی برید دی.

دغه برید داسې مهال ترسره کیږي چې په افغانستان کې د اورکم یوه اونیزه موده پای ته ورسیده او طالبانو په دوحه کې له امریکا سره یو تړون هم لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، طالبانو ژمنه کړې ده چې پر امریکايي ځواکونه به بریدونه نه کوي او له افغان حکومت سره به د سولې مستقیمې خبرې پیلوي.

د دغه کار په ځواب کې متحده ایالات اړ دي چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي او له افغان حکومت سره د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان آزاد کړل شي.

ډګروال سوني لیګیټ په دغه ټویټري پیغام کې همدا راز زیاته کړې ده چې «د طالبانو مشرتابه نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې چې تاوتریخوالی به کموي او په بریدونو کې به زیاتوالی نه راولي.» لیګیټ لیکلي: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې دغه بې ضرورته بریدونه ودروي او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي. لکه څرنګه چې موږ وښوده، د اړتیا په وخت کې به د خپلو ملګرو دفاع وکړو.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند همدا راز زیاته کړې ده چې موږ سولې ته ژمن یوو او دا چې د افغان امنیتي ځواکونو دفاع هم زموږ مسئولیت دی. دا په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو په تیرو شپږو ورځو کې په کونړ کې هم د داعش جنګیالیو پر اهدافو هوايي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې د دغو ځواکونو په حواله د داعش ۱۸ جنګیالي وژل شوي دي.

US Soldaten warten auf CH-53E Super Stallion Helicopter | Archivbild
انځور: Imago Images/StockTrek Images

د امریکا متحده ایالاتو له لوري دغه هوايي برید داسې مهال کیږي چې طالبانو په کندوز ولایت کې په دوو جلا بریدونو کې د پوځ او پولیسو شاوخوا ۲۰ کسان وژلي دي. د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چي په بين الافغاني خبرو کي تر جوړجاړي پوري به پر افغان امنيتي ځواکونو باندي خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو ويلي دي چي د تړون له مخي بايد د بين الافغاني خبرو تر پيليدو پوري د دوی ۵۰۰۰ بنديان آزاد کړل سي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف ټينگار کړی دی چي د طالب بنديانو د آزادېدو په برخه کي دوی امريکا متحده ايالاتو ته کومه ژمنه نه ده ورکړې.