1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکا اقتصاد کیدلای سي ۳۰ فیصده راولویږي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د امریکا د مرکزي بانک رئیس اندیښنه لري چي د کال په دوهمه ربعه کي به اقتصاد له سخت کسر سره مخامخ سي، مخکي تردې چي په مني کي هغه بیرته لږ وغوړیږي. خو د اقتصاد کامله وده احتمالأ د کرونا واکسین په جوړولو پوري مربوطه ده.

https://p.dw.com/p/3cPZL
Jerome Powell FED Chef US Notenbank
انځور: Getty Images/AFP/E. Baradat

د امریکا متحده ایالاتو د اسعارو مرکزي لوړ بانک رئیس، جریم پاول د ۲۰۲۰م کال په دوهمه ربعه کي د ۲۰ څخه تر۳۰ فیصده پوري د امریکا د اقتصاد د رکود اټکل کوي. پاول د امریکايي ټلویزوني چینل، CBS سره په خبرو کي وویل، چي په هغه صورت کي چي د کرونا ویروس د شیوع دوهمه څپه رامنځته نسي، نو کیدلای سي په مني کي اقتصاد بیرته وغوړیږي.

خو کامله اقتصادي وده به د ۲۰۲۱م کال تر پای دمخه رامنځته نسي او دغه حالت به دوام پیدا کړي.

هغه دا خبره رد نه کړه، چي د اقتصاد د کاملي ودي شرط به د کرونا ویروس واکسین وي. په خبره یې«ددې له پاره چي اقتصاد کاملأ وغوړیږي، باید خلګ پوره اعتماد ولري.»

د همدې کال په لومړۍ ربع کي لا د امریکا اقتصادي توانايي ۴،۸ فیصده راکمه سوې وه. دا هغه وخت و، چي کرونا ویروس یوازي بازارونه متآثره کړي وه او نه داخلي تولیدات. خو په دې منځ کي هغه هم ورڅخه سخت متآثره سوي او د بیکارۍ سطح د ۳،۵ څخه په اپریل میاشت کي ۱۴،۷ فیصدو ته پورته سوه.

پاول تر فشار لاندي دی

د امریکا د مرکزي بانک رئیس معمولاً ډیر لږ عامه محضر ته راښکاره کیږي. له هغه راهیسي چي مرکزي بانک د کرونا پر ضد مبارزه اعلان کړې ده، دا دوهم وار دی، چي د ټلویزيون سره (۶۰ دقیقې) مصاحبه کوي.

هغه تردې دمخه د امریکا د اقتصاد د سخت خرابیدو څخه خبردراری ورکړی وو، او په دې ډول سره یې د اسعارو په بازارونو کي سخته وارخطايي او ګډوډي رامنځته کړې وه.

مرکزي بانک له کرونا سره د مبارزې په جریان کي ټکټ پولي ۰،۲۵ فیصده ته راکښته او د اقتصاد د پر پښو درولو پخاطر یې د ميلیاردو ډالرو حمايي پروګرامونه تر لاس لاندي ونیول. خو دئ بیا هم د امریکا د حکومت تر فشار لاندی دی، چي نور تدابیرهم وضع کړي.

د کرونا واکسین د جوړولو په خاطر جمهوررئیس ترمپ ویلي ول، دی امید لري چي له کرونا سره په مبارزه کي به دغه پیسې د همدې کال تر پایه پوري په اختیار کي ورکړل سي. خو د تیري جمعې په ورځ ترمپ بیرته واضح کړه، چي د ده په نظر واکسین د اقتصاد د ودي یو شرط نه دی.

د کرونا قیوداتو د نرمولو او اقتصاد بیرته غوړولو کوښښونو ته په اشارې سره ترمپ وویل، «که واکسین وي او یا نه، موږ بیرته راغلي يوو او دلته یوو.»

د جانس هیپکینز پوهنتون د ارقامو پراساس په دغه هیواد کي تر۱،۴۶ ميلیونه ډیر انسانان په کرونا اخته او تر ۸۸۰۰۰ ډیر ترې مړه دي.