1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په بهرنيو رسنيو کې د نظر اختلاف څه شی دی؟

۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه

د متحده آيالاتو د دولتي رسنيو د څار ادارې نوی مشر، مايکل پېک، وروسته له هغه له نيوکو سره مخامخ شو چې د دغسې رسنيو دوه مشران يې ګوښه کړل.‌ ډېر خلک اوس د رسنيو آزادۍ ته اندېښمن دي.

https://p.dw.com/p/3e58l
Prag | Logo des RadioFreeEurope
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/A. V Vitvitsky/

مايکل پېک يو محافظه پال فلم جوړونکی دی چې پخوا يې له ستيف بېنن سره ګډ کار کاوه. بېنن د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ پخوانی د ستراتيژيو د جوړولو مشر وو.‌ پېک ايله دوې اوونۍ وړاندې د متحده آيالاتو د سنا له لوري د دولتي‌ رسنيو د څار ادارې USAGM مشر مقرر شوی دی. تر دې مخکې په پارلمان کې دوه کاله ناندرۍ روانې وې ځکه چې مخالفو دموکراتانو غوښتل چې د هغه د مقرر کېدو مخه ونيسي. پېک د دوشنبې په ورځ‌ ايله خپله دنده پيل کړه چې ورپسې په دې لنډه مقطع کې ډېر څه پېښ شول.‌ لومړی د امريکا غږ په نوم د دولت له خوا د تمويلېدونکې رسنۍ مديره، آمانده بېنېټ، او د هغې مرستياله،‌ سنډي سوګاواره، د سپينې ماڼۍ له لوري سختو نيوکو ته په غبرګون کې استعفا ورکړه. په دواړو باندې د ترمپ له خوا لفظي حملې کېدلې.‌ په وروستي ځل نوموړي د امريکا غږ د رسنۍ رپوټونه د «کرکې وړ» بللي ول او ورباندې يې «د چين د تبليغاتو د خپرولو» تور لګولی وو.

اوس پېک د دووه نورو رسنيو،‌ يعنې د دولت له خوا د منځني ختيځ د خپرونو شبکې په نوم او د آزادۍ راډيو په نوم د تمويلېدونکيو بهرنيو رسنيو مشران،‌ البرتو فرناندس او جېمي فلای،‌ هم ګوښه کړي دي. سربېره پر دې د متحده آيالاتو د نورو بهرنيو رسنيو مهم کارکوونکي هم تر فشار لاندې راغلي‌ دي.

نيوکې په زياتېدو دي - آن د جمهوري غوښتونکو له خوا

د متحده آيالاتو د دموکرات ګوند غړو د پرسونل په برخه کې د دغو پرېکړو له کبله اندېښنه ښودلې ده. اصلي‌ اندېښنه يې دا ده چې پېک به د دولتي رسنيو د څار اداره او ورسره تر لاس لاندې راغلې رسنۍ هم د ترمپ د ادارې په يوه تبليغاتي ماشين باندې بدلې کړي.

خو د دموکراتانو تر څنګ اوس د محافظه کار جمهوري غوښتونکي ګوند غړي د USAGM ادارې مشر د ستراتيژۍ په وړاندې خپل غږ پورته کوي. د ترمپ پخواني سلاکار، سبستيان ګورکه، په ښکاره ډول له ګوښه شوي البرتو فرناندس څخه ملاتړ او ننګه کړې ده. نورو جمهوري‌ غوښتونکو د جېمي‌ فلای پر ګوښه کولو بيا نيوکې کړې دي. په تېره د فرناندس موضوع ډېره مطرح شوې ده. سبستيان ګورکه په تويتر کې ليکلي دي چې پخوانی لوړپوړی ديپلومات فرناندس چې په عربي ژبه روانې خبرې کوي، «تر ټولو مهم امانت» دی چې متحده آيالات يې په خپلو بهرنيو رسنيو کې لري.

مايکل دوران چې د ولسمشر جورج ډبل يو بوش په وخت کې د ملي‌ امنيت په شوار او د بهرنيو چارو په وزارت کې يې کار کاوه، د فرناندس ګوښه کېدل «احماقانه» وبلل.

د ملي ‌امنيت د چارو منل شوي محافظه پال کارپوه، ډيويډ رېبوي، دغه کار «شرم»‌ وباله. نوموړي پر پېک باندې تور پورې کړ چې تر مقرر کېدو وروسته يې له مسئولينو سره خبرې نه دي کړې څو د هغوی له پوهې او معلوماتو څخه برخمن شي،‌ بلکې موجوده جوړښتونه يې هسې له منځه وړي‌ دي. رېبوي ليکلي‌ دي چې «يا خو دومره احمق و چې غوږ يې نه شو نيولی - يا دا چې دومره احمق و چې د ملګرو او دښمنانو تر منځ‌ توپير يې نه شو درک کولی.»

بل محافظه کار مارک دوتويڅ چې د ترمپ د ادارې له خوا د ايران په وړاندې د سخت سياست طرفدار دی، د جېمي فلای او البرتو فرناندس ګوښه کېدل يوه «خرابه پرېکړه» وبلله ځکه چې د هغوی له خوا د بهرنيو رسنيو مشري يې «د امريکا رسمي ديپلوماسي لا اغېزناکه، قناعت بخښونکې او د امريکا له علايقو او ارزښتونو سره لا برابره» کړې وه.

مايکل پېک البته دغه نيوکې په ځان نه مني. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته د يوې پوښتنې په ځواب کې ليکلي دي چې غواړي USAGM «خپلې اصلي‌ وظيفې ته» بېرته راوګرځوي، يعنې دا چې د نړۍ د وګړو تر منځ پيوستون او اطلاعات ډېر کړي، څو هغوی د آزادۍ او دموکراسۍ له پاره هلې ځلې وکړي.