1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او چين ترمنځ د کرونا واکسین جوړولو سيالي

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

د کرونا ويروس په واکسين پسې لټه د چين او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ د رقابت تر سيوري لاندې راغلې ده. آيا ناسيونالیزم او خپلو گټو ته لومړيتوب ورکول به د واکسين موندلو نړيوال کمپاين ستونزمن کړي؟

https://p.dw.com/p/3eBj5
Symbolbild Impfstoff für Coronavirus
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله له هغو ۷ واکسينونو څخه چې اوس د آزموينې دويم پړاو ته داخل شوي دي، درې یې د چينايي او دوه د امريکايي شرکتونو او يا څيړنیزو موسسو له خوا کشف شوي دي.

سپینه ماڼۍ غواړي چې لس ميليارده امريکايي ډالر د کرونا د واکسين آزموينې، توليد او يا د يوه او يا ډېرو واکسينونو د رانيولو له پاره مصرف کړي.  امریکا غواړي تر ۲۰۲۱م کال تر جنورۍ مياشتې پورې د واکسين لږ تر لږه ۳۰۰ ميليونه خوراکه ولري. په دې پروژه کې د درملو شپږ امريکايي شرکتونه او همدا راز د «استرزينيکا» په نوم يو بريتانوی- سويدنی شرکت هم ونډه لري.

د امريکا متحده ایالاتو د روغتيا وزارت تر چتر لاندې د ترسره کيدونکو دغو په اصطلاح عملياتو مشري امريکايي جنرال گوستاو پيرنا کوي. تیره اوونۍ نوموړي په سنا مجلس کې د پروتوکول د وړاندې کولو پر وخت وويل چې چمتو يو د «نړۍ له هر هېواد سره گډ کار وکړو چې د واکسين او يا درملو د جوړولو په برخه کې د معلوماتو د ورکړې او يا د همکارۍ وړاندیز کوي.» خو نوموړي جنرال واضح کړه چې چين په دې هېوادونو کې شامل نه دی.

پرمختگونه او د سايبري بريد اخطارونه

د ماسېچوست د مودرنا په نوم د درملو شرکت لا په مارچ مياشت کې د لومړي امريکايي شرکت په توگه پر انسانانو د واکسين په آزمويلو پيل کړی وو او په می مياشت کې یې د مثبتو پرمختگونو څخه خبر ورکړ. د دغه شرکت له خوا ويل شوي چې کيدای شي په جولای مياشت کې د واکسين په توليد پيل وکړي.

خو د مودرنا د شرکت له خوا د دې بريا تر اعلان وروسته اف بي آی يا د امريکا د پوليسو فدرالي ادارې او د امريکا د سايبري دفاع مرکز د چين له خوا د هيکري بريدونو څخه خبرداری ورکړی. ويل شوي ول چې د دې سايبري بريدونو هدف د کرونا ويروس واکسين په اړه د امريکا د څيړنو نتايجو ته لاس رسی دی.

امريکايي سناتور ريک پيري له بی بي سي شبکې سره په خبرو کې دغه تورونه تکرار کړل. د چين د بهرنيو چارو وزارت يوې ویاندې په دې اړه داسې غبرگون ښکاره کړ: «هغه [سناتور ريک پيري] دې لطفا شواهد وړاندې کړي چې چين ظاهراً د يوه واکسين د پرمختگ د سبوتاژ هڅه کوي. نوموړی بايد هیڅ ونه شرميږي.»

Donald Trump - Schutzmaske
ولسمشر ترمپ په مي مياشت کې د واکسینو په اړه د معلومات د ورکړې پر مهالانځور: picture-alliance/S. Reynolds

د « Council on Foreign Relations» په نامه له څېړنیزې امريکايي موسسې څخه ديود فدلر له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې هغه په دې هیڅ شک نه گني چې «چين او نور هېوادونه هڅه کوي چې د کرونا د وبا په اړه د امريکايي ټولنو د فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې په دې کې واکسين هم شامل دي.»

هغه وويل چې په دې خبره به هم حيران نه شي که چیرې امريکا د واکسين په اړه د چين د څيړنو نتايجو ته د لاس رسي په موخه سایبري بريد ترسره کړي.

«له ټولې نړۍ سره اوږه په اوږه»

چين چیرې چې د کرونا ويروس سرچينه اخيستې، په جنورۍ مياشت کې لومړی هېواد وو چې د کرونا د جينون ترتيب يې په ډاگه کړ. چين په دې توگه د يوه واکسين د موندلو په برخه کې د خپلې قوي مبارزې څرگندونه وکړه چې له ټولې نړۍ سره به يې اوږه په اوږه تر سره کوي.

په مارچ مياشت کې د کان سينو په نوم چينايي شرکت چې د پوځي علومو د چينايي اکادمۍ سره همکاري لري، د لومړي مثبت پرمختگ څخه خبر ورکړ. دمگړۍ د ووهان ښار په يوه روغتون کې ۵۰۰ کسان د واکسين په دويم پړاو کې د آزموينې په پروسه کې شامل دي. په دې تیرو اوونيو کې د سينو واک شرکت هم پر ۷۴۳ کسانو د آزمايښتي واکسين نتايج مثبت ياد کړ.

China Peking | Xi Jinping trifft WHO Direktor Tedros Adhanom Ghebreyesus
د چين له ولسمشر سره د روغتيا د نړيوال سازمان د مشر ليدنهانځور: picture-alliance/Photoshot/J. Peng

 د چين په شينزين ښار کې د « Geno-Immune Medical Institute» د لابراتوار مشر جانگ لونگ جي چې ياد شرکت یې هم د واکسينو په جوړولو بوخت له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې «د ماليکيولار طب په برخه کې د خپلې پوهې پر مټ چين کولی شي د کوويد ۱۹ د واکسين په جوړولو کې له امريکا متحدو ايالاتو مخکې شي.» خو هغه زياته کړه چې د واکسین په ډیر لوی مقدار کې د توليدولو او بيا صادرولو په برخه کې به چين د نورو هېوادونو مرستې ته اړتيا ولري.

يووالی او خپلې گټې

په می مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان له مشر سره په ليدنه کتنه کې د چين ولسمشر شي ژين پينگ ژمنه وکړه چې هېواد به یې د کرونا واکسين د «نړيوالې عامه منافع » په توگه وړاندې کړي. په دې سره چين له امريکا مخکې شوه چې د روغتيا نړيوال سازمان هغه پريکړه  ليک یې نه دی منلې چې پکې راغلي چې واکسين به په «شفافه او عادلانه» توگه د خلکو په اختيار کې ورکړل شي.

د واکسين په جوړولو کې شريک د امريکا «د روغتيايي ملي انستيتوت» مشر په همدې حال کې ويلي چې د کرونا واکسين بايد په توله نړۍ کې د هغو په اختيار کې ورکړل شي چې تر ټولو زياته اړتيا ورته لري.

د روغتيايي سياست د برخې کارپوه فيدلر وويل: «امريکا او چين دواړه پوهيږي چې څرنگه کولی شي يو اغیزمن او خوندي واکسين چې د دوی ملي منافعو ته هم گټه ورسوي، وړاندې کړي.» نوموړي زياته کړه چې بې وزله هېوادونه بايد په دې وپوهيږي چې يوه چينايي او يا امريکايي واکسين ته به لاس رسی له سياسي شرطونو سره تړلی وي.

bs/nz (Wesley Rahn)