1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا استخباراتي ادارو خپله پاملرنه چين ته اړولې

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

د «سي آی اې» يوه لوړپوړي چارواکي که څه هم چې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه خپل لومړيتوب بللی دی، خو ويلي یې دی چې د دغه ادارې سرچینې به مخ پر زياتيدونکي توګه پر چين متمرکزې شي.

https://p.dw.com/p/4FGBu
USA | CIA Zentrale
انځور: Dennis Brack/Danita Delimont/imago images

په کابل کې د «سي آی اې» د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدې د مشر وژنې وښووله چې د ترهګرۍ سره مبارزه په سختۍ سره يو وروستی فکر دی. خو دې د دغه ادارې د مرستيال مشر ديود کوهن پېغام ته تغير نه دی ورکړې چې د روانې اونۍ په پېل کې یې د بندو دروازو ترشا په ترسره شوې ليدنه کتنه کې ورکړی دی: هغه دا چې په داسې حال کې چې امريکا به د ترهګرو تعقيب ته دوام ورکړي، خو لومريتوب به یې له چين سره ښه مقابله او د دغه هېواد د درک کولو هڅه وي.

په افغانستان کې د جګړې تر ختمولو يو کال وروسته ولسمشر جو بایدن او د ملي امنيت لوړپوړو چارواکو د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه لږ خو ډېر خبرې یې د چین او همدا راز د روسیې له خوا د متوجې اقتصادي، سياسي او پوځي تهديدونو په اړه وکړې.

د امريکا د استخباراتي ادارو په داخل کې په ډېره خاموشۍ سره په اصطلاح د محور بدلون ترسترګو کيږي. په دې ترڅ کې په سونه آفسران چې ځينو یې مخکې پر ترهګرۍ ضد جګړې تمرکز کاوه، اوس خپله پاملرنه د چين اهدافو ته اړولې ده.

د تېرې اونۍ پېښې روښانه کړه چې امريکا په عین وخت کې بايد له دواړو سره مبارزه وکړي. په کابل کې د الظواهري تر وژل کيدو څو ورځې وروسته چين د لوړې کچې پوځي تمرينونه ترسره کړل او تايوان ته د امريکا د استازو مجلس د مشرې نينسي پلوسي د سفر له کبله یې له امریکا سره د اړيکو د پرې کولو ګواښ وکړ.

امريکا له اوږدې مودې راهيسې د چين د مخ پر پراخيدونکو سياسي او اقتصادي موخو او خواهشاتو له کبله اندېښمنه ده. چين د نورو هيوادونو پر ټاکنو د اغیز اچولو هڅه کړې، د سايبري بريدونو کمپاينونه یې پر لاره اچولي او جاسوسي شرکتونه یې موظف کړي دي. پر دغه هېواد د ميليونو ايغور اقليت د بندي کولو تورونه هم لګول کیږي. ځیني کارپوهان دا هم وايي چې چين غواړي په راتلونکو کلونو کې د تايوان په زور نیولو هڅه وکړي.

استخباراتي چارواکو ويلي دي چې دوی د چین په اړه لا ډېرو معلوماتو ته اړتيا لري، پر نورو سربيره تر هغه وروسته چې د کوويد – ۱۹ ناروغۍ د علت په موندلو کې پاته راغلي دي. د چين حکومت د دغه ويروس د سرچينې په اړه د معلوماتو په نه ورکړه تورن شوی دی.

د هدف تغير

په همدې ترڅ کې د اوکراين جګړې د هدف په توګه د روسیې اهمیت واضح کړی دی. امريکا پر اوکراين تر يرغل مخکې، طبقه بندي شوي معلومات وکارول، څو د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتین پلانونه افشا کړي او په کيف کې د حکومت له پاره ديپلوماتيک ملاتړ سوق کړي.

د بايدن ادارې د هڅې پلويانو وموندله چې د امريکا له خوا د الظواهري موندنه او وژنه د دې ثبوت دی چې امريکا له باندې څخه په افغانستان کې له تهديدونو سره مبارزه کولی شی. خو انتقاد کوونکي وايي دا حقيقت چې الظواهري په کابل کې ظاهراً د طالبانو تر محافظت لاندې ژوند کاوه، د داسې ترهګرو ډلو د بيرته سر راپورته کولو ښکارندوی کوي چې امريکا ور سره د مبارزې له پاره مجهزه نه ده.

China Taiwan Militärübungen
چين په دې وروستيو کې پراخه پوځ عمليات ترسره کړلانځور: Xinhua/AP/picture alliance

په لومړيتوبونو کې تغير د استخباراتو د ډېرو پخوانيو کارکوونکو او همدا راز د امريکا کانګرس د دواړو ګوندونو د غړيو له خوا ملاتړ شوی دی او هغوی په دې آند دي چې اوس یې وخت دی. په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده او يا يې د القاعدې شبکې او يا نورو ترهګرو ډلو پر ضد په نورو ماموريتونو کې برخه لرلې ده.

د امريکا د استازو مجلس غړی جيسن کروو، چې يو پخوانی پوځي دی او په افغانستان او عراق کې یې دندې ترسره کړی دي، وايي دی په دې آند دی چې امریکا په تېرو ډېرو کلونو کې تر حده ډېر پر ترهګرۍ ضد جګړه تمرکز کړی دی.

کروو چې د کولارادو ايالت څخه د ديموکراتانو ګوند استازی دی او د استازو مجلس د استخباراتو او پوځي خدماتو کمېتې غړی هم وو، وايي: «يو ډېر ستر او وجودي خطر روسيه او چين دي.» هغه وويل چې ترهګري ډلې «به د ژوند امريکايي طرز هسې ويجاړ نه کړي.... لکه چين چې یې [له منځه] وړلی شي.»

د سي آی اې وياند تامي تهروپ وويل چې ترهګري «د يوه ډېر حقيقي ګواښ په توګه پاتیږي.» هغه زياته کړه: «حتی که پر اوکراين د روسیې د يرغل او د چين د خلکو د جمهوريت له اړخه د ستراتیژيکو ننګونو په څېر متوجې بحرانونه زموږ پاملرنې ته اړتيا لري، سي آی اې به سره له دې هم په نړيواله کچه د ترهګرو تعقيب ته په شدت سره دوام ورکړي او له شريکانو سره په همکارۍ به ورسره مبارزه وکړي.»

يو شمیر هغه کسان چې پر چين د استخباراتي تمرکز د زياتیدو په مسئله خبر دي، د نوم نه ښوولو په شرط یې وویل چې د امريکا کانګرس سي آی اې او نورې استخباراتي ادارې دې ته تشويق کړي چې چين خپل لومړيتوب وګرځوي. پر چين د توجو ډېرول د دې باعث شوي چې په يوه بل ځای کې توجه او امکانات راکم شي او هغه پر نورو سربیره د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه ده.

ويل شوي چې په دې ترڅ کې مشخص ارقام موجود نه وه ځکه چې د استخباراتو بودبجه خو طبقه بندي شوې ده. د استازو مجلس په ځانګړي توګه د چین د پرمختللو پراختيايي تکنالوژيو په اړه ډېر معلومات غوښتل. چين په دې وروستيو کې د عصري تکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.

د استازو مجلس د اوتا ايالت د جمهوري غوښتونکو استازي کريس ستيوارت چې د کانګرس د استخباراتو کمېټې غړی هم دی، وويل: «موږ يو څه ناوخته کړې، خو دا ډېره ښه خبره ده چې موږ اوس په سيمه کې خپل تمرکز ته تغير ورکوو.» هغه زياته کړه: «دا په دې معنا ده چې د پرسونل، منابعو، پوځي بودجې او ديپلوماسۍ په برخه کې تغير راولو.»

سي آی اې تېر کال اعلان کړی وو چې د «ماموريت دوه نوي مرکزونه» به پرانيزي، يو د چين په تړاو او بل د مخ پر وده تکنالوژيو په اړه څو د دغو موضوعاتو په اړه استخباراتي معلومات مرکزي او لا پسې ښه کړي.

سي آی اې همدا راز د چينايي ژبو د استخدامولو هڅه کوي. د دغه ادارې خپل آفسران هم هڅه کوي چينايي ژبه زده کړي او د چين په اړه پر نويو نقشونو تمرکز وکړي.

د سي آی اې د ترهګرۍ ضد مبارزې مرکز چې په ۲۰۱۵م کال کې له سره د تنظيمولو په موخه د ترهګرۍ ضد ماموريت د مرکز په توګه نومول شوی وو، د هغو ډېرو کسانو له پاره د وياړ يوه نقطه ده چې د سپتمبر تر ۱۱مې وروسته یې دلته د امريکايانو د ساتنې له پاره دنده ترسره کړې ده. د سي آی اې افسران د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۲۶ نېټه په افغانستان کې له الوتکې کښته شول، دوی د هغو عملياتو برخه ول چې غوښتل یې طالبان وپرځوي او د اسامه بن لادن په ګډون د القاعدې مشران مړه او يا ژوندي ونيسي.

سي آی اې د ترهګرۍ ضد جګړې په ځينو تورو او يا ناوړه لمحو کې هم دخيله ده. دغه ادارې په اصطلاح «د تورو ساحو» په نوم زندانونه هم لرلي دي چې په ترهګرۍ تورن به پکې ساتل کیدل، چې ځيني یې بې ګناه هم ول او د سنا مجلس په څېړنه کې موندل شوې چې د تحقيقاتو په ترڅ کې داسې لارې چارې هم کارول شوي چې له شکنجې څخه پکې کار اخيستل کیده.

د سي آی اې له خوا پر روزل شويو افغان ځانګړو ځواکونو هم د ملکیانو د وژلو او له نړيوالو قوانينو څخه د سرغړونې تورونه لګول کیدل.

ب. ص/ ن. ز (AP)