1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

د جرمني جمهورریس: خارجیان دي الماني تابعیت واخلي

۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبه

فرانک والتر شټاینمایر په دغه هیواد کي اوسیدونکي مهاجرین او خارجیان دې ته تشویق کړي، چي د جرمني د تابعیت له حق څخه استفاده وکړي. ځکه چي دا یې ورسره په مدغمیدو او کار پیداکولو کي ډیر کومک کوي.

https://p.dw.com/p/3tpbA
Deutschland | Einbürgerungszeremonie im Schloss Bellevue
انځور: John Macdougall/ADP/dpa/picture alliance

د جرمني جمهورریس، فرانک والتر شټاینمایر د جمهوري ریاست په ماڼی کي شپږو مهاجرو ته د تابعیت ورکولو د مراسمو پرمهال وویل، چي که دلته د اوسیدونکو مهاجرو د تابعیت اخیستلو شرایط پوره وي، نو باید د دې حق څخه استفاده وکړي. هغه وویل:« یوازي تر دې وروسته هغوی واقعأ مساوي حقوق لرلی او په جامعه کي واقعأ شرکت کولای سی.» 

د جرمنیانو څخه غوښتنه

شټاینمایر د جرمنیانو څخه هم وغوښتل، چي « په ټولنه پوري د مهاجرینو د متعلق کیدلو او مربوطیدلو» حق هم ومني. البته که هغوی اوس فعلأ دلته اوسیږي او یا په اینده کي دغه هیواد ته راځي.

شټاینمایر ټینګار وکړ، چي جرمني په کراره کراره سره یو مهاجر هیواد ګرزیدلی او په اینده کي دغه هیواد نورو مهاجرو ته هم ضرورت لري. هغه اضافه کړه، :« یوازي هغه وخت ، چي جرمني د هغو انسانانو یوه برخه ګرزیدلې وي، چي موږ ته راځي او په عین حال کي هغه کسان، چي موږ ته رامهاجر کیږي او دلته پاته کیدل غواړي، د خپل ځان یو جزء وبولو، یوازي په دې صورت کي اتفاق او اتحاد رامنځته کیږي. یوازي هغه وخت د دې ادعا کولای سو، چي دغه هیواد دلته د ټولو اوسیدونکو یو ګډ ټاټوبی دی. دا واقعأ پر ځای او حق خبره هم ده.»

Deutschland | Einbürgerungszeremonie im Schloss Bellevue
شټاین مایر د مریم آ په نامه یوې ښځي ته د تابعیت سند ورکولو په حال کيانځور: John Macdougall/ADP/dpa/picture alliance

جمهورریس، فرانک والتر شټاینمایر همدارنګه د ټولو تابعیت اخیستونکو څخه وغوښتله، چي د سیاسي لحاظه فعاله سي. هغه بیا وویل:« دیموکراسي تاسي ته ضرورت لري. زموږ ګډ هیواد ستاسو نظریاتو او تجربو ته ضرورت لري.»

پدې لار کي شټاینمایر د متقابل زغم او تحمل غوښتنه وکړه، یعني د جرمني د اصلي اوسیدونکو او هم خارجیانو لخوا. د مختلفو هیوادونو او رنګارنګ کلتورونو، ادیانو، عقیدو او رسم و رواجونو درلودونکی یو هیواد طبعأ هم مثبت او هم منفي اړخونه لري. منفي اړخ یې دادی، چي اختلافات ډیر وي او باید د ډیر زغم څخه کار واخیستل سي. خو دا ګټه هم لري، چي هغوی د ځانو سره د رنګارنګ کلتورونه او رسم و رواجونه راوړي دي، چي دا په خپل نوبت سره جامعه هم رنګارنګه کوي.