د القصیر د حالت په اړه اندیښنې
۱۳۹۲ خرداد ۱۲, یکشنبهاروپایي ټولنه د تاوتریخوالي نوې کچې انديښمنه کړې ده. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسولې کاترین آشتون په ښکیلو اړخونو غږ کړی دی چې مرستندویه ټولنو ته خوندي لاره برابره کړي. د هغې پر وینا باید دا هم ممکنه وي، چې ټپیان او ولسي وګړي له دغه ځای څخه راویستل شي.
ملګرو ملتونه وایي چې اوس هم د القصیر په ښار کې په زرګونو تنه ملکي وګړي ایسار دي. د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي والري آموس او د بشري حقونو کمیساري ناوي پېلي ویلي دي چې دوې د القصیر د وضعیت په اړه ډیر انديښمن دي. د هغوی په وینا ۱۵۰۰ ټپیان باید په عاجله توګه خوندي ځایونو ته انتقال شي او درملنه یې وشي.
په همدې حال کې د سوریې د کړکیچ په اړه د روسیې او لویدیځو هیوادونو تر منځ د نظر اختلاف ورځ تر بلې پراخیږي. د ديپلوماتانو د څرګندونو له مخې روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شوری کې د القصیر د جګړې په اړه د بریتانیې له خوا د یوې وړاندې شوې اعلامیې مخه نیولې ده. د دغه اعلامیې په متن کې د امنیت شوری د القصیر ښار او ولسي وګړو د وضعیت په اړه ژوره انديښنه ښودلې وه.
لندن میشته د بشري حقونو سوریایي ټولنې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده. زیاته شوې ده چې د القصیر په ښار کې محاصره شوي ولسي وګړي هیڅ رنګه روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او وضعیت ډیر کړکیچن دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد، حزب الله او پاڅون کوونکو باندې غږ کړی دی چې په هر قیمت د ولسي وګړو د قرباني کیدو مخه ونیسي. هغه د اسد حکومت ته دا خبره هم ور په یاده کړې ده چې په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنترول لاندې دي، د ولسي وګړو د خوندیتوب مسوولیت لري.
د زهرجن ګاز د استعمالولو نوې نښې نښانې؟
په ستراتیژیک لحاظ د القصیر کنترول مهم دی، ځکه چې د لبنان د پولې په اوږدو کې د اکمالاتي لارې د خوندیتوب ډاډ ورکوي. دغه نښتې د ښار له مرکز څخه تر لیرې پرتو کلیو پورې غځیدلي دي. اسد پلوي ځواکونو د لبناني حزب الله ملیشې په مرسته دغه ښار کلابند کړی دی. د لندن میشته سوریایي بشري حقونو د ټولنې د راپور پر اساس پاڅون کوونکو د محاصرې د ماتولو له پاره په دابه کې پر یوې هوایي پوځي اډې د برید هڅه کړې، کومه چې د پنجشنبې په ورځ د هغوی د مخالفینو لاس ته ورغلې وه.
فرانسوي خبریالان ادعا کوي چې هغوی د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه نورې نښنې نښانې موندلي دي. دواړه خبریالان رپوټ ورکوي چې څنګه یې د (Capa) خبري آژانس د یوه راپور له پاره په حلب ښار کې د اپریل د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوه برید د زخميانو ویدیو د روغتون د یوه کارکوونکي څخه تر لاسه کړې ده. د ټپیانو د خولو څخه ځګونه راتلل او نور یې خپل حرکات نه شوای کنترولولای.