1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې یو مهم مشر د بی پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

۱۳۹۸ بهمن ۱۸, جمعه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې په یمن کې یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې یو مهم مشر قاسم الریمي وژلی دی. خو یمني چارواکو تر اوسه پورې دا خبر نه دی تائید کړی.

https://p.dw.com/p/3XOmc
al-Qaida-Führer Qassim al-Rimi wurde im Jemen getötet
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Stringer

له سپينې ماڼۍ څخه د خپاره شوي یوه رپوټ پر بنسټ ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي: «امریکا په یمن کې د ترهګرۍ پر ضد د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې په عربي ټاپو کې د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکی او مشر قاسم الریمي وژلی دی.»

ترمپ د الریمي د وژل کیدو په تائیدولو سره وویل: «د الریمي په مشرۍ د القاعده د عربي نیمه ټاپویي څانګې(ای کیو ای پي) په یمن کې د اتباعو پر ضد په بې رحمانه ډول له تشدد څخه کار واخیست او د امریکا او زموږ د ځواکونو پر ضد یي د بی شمیره بریدونو له پاره خلک ولمسول.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې «د الریمي وژنه به القاعده شبکه په نړیواله کچه او په عربي ټاپو کې لا زیات کمزورې کړي. دې وژنې زموږ ملي امنیت ته د موجودو خطرونو لمنځه وړلو ته لا زیات نږدې کړي یوو. او د دې وژنې په پایله کې امریکا، زموږ ګټې او زموږ متحدین لا زیات محفوظه شوي دي.»

ترمپ دا ونه ویل چې الریمي څه وخت وژل شوی دی، خو زیاته یې کړه چې امریکا به د خپل ولس د ساتنې له پاره د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لړۍ جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې د القاعده شبکې عربي نیمه ټاپویي څانګې(ای کیو ای پي) په دسمبر میاشت کې د فلوریډا ایالت پر سمندري اډې د برید مسئولیت منلی وو. په هغه برید کې یوه سعودي پوځي افسر درې امریکایي پوځیان ووژل.

امریکا «ای کیو ای پي» د اسامه بن لادن له خوا د جوړ شوي ترهګریزې شبکې (القاعده) یو تر ټولو خطرناکه څانګه بللې ده. د «ای کیو ای پي» هدف په عربي نیمه ټاپو کې د امریکا د اثر او رسوخ ختمول او د امریکا له ملاتړ څخه د برخمنو حکومتونو ړنګول دي.

له تیرو څو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل هیواد یمن کې دغې ډلې ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. په دې کې له ۲۰۰۰څخه تر ۲۰۱۰م کاله پورې د لویدیځ پر ګټو یو شمیر بریدونه شامل دي.

د سپينې ماڼې له خوا په خپاره شوې بیانیه کې راغلي دي «قاسم الریمي په ۱۹۹۰م لسیزه کې په افغانستان کې د بن لادن له پاره د فعالیت کولو په خاطر په القاعده شبکې کې غړيتوب ترلاسه کړ. الریمي د القاعده د مشر ایمن الظواهري مرستیال هم ګڼل کیږي. له دې سره په القاعده کې د الریمي د ارزښت کچه معلومیدلی شي.»

د یادونې وړ ده چې د روان کال د جنورۍ مياشتي په وروستیو کې هم د قاسم الریمي د وژل کیدو په اړه رپوټونه خپاره شوې وو، خو القاعدې د دې خبر په ردولو سره د الریمي یو غږیز پيغام خپور کړ.

اژانسونه: ش.ن/ن.ز