د القاعدې په وړاندي د اوباما جګړه
۱۳۸۸ دی ۱۸, جمعه« موږ له القاعده سره په جګړه اخته يو، د زورزياتي او کرکې د پراخې شبکې سره چې د سپتامبر په يولسمه نيټه يی پر موږ بريد وکړ او 3000 تنه انسانان يی ووژل. او اوس په پټه توګه بيا پر موږ د بريد پلان لری.»
ولسمشر څرګنده کړه، د ده حکومت به د دغه دښمن د له منځه وړلو لپاره هرڅه سرته ورسوی. له دې سره دﺉ د جمهوری غوښتونکو ، په تيره بيا د ولسمشرۍ د پخوانی مرستيال ديک چينی له نيوکو سره مخامخ کيږی. ديک چينی څرګندوی، اوباما داسې ښکاروی چې امريکا په جګړه کې ښکيل نه ده. ديک چينی ګواښ کوی، چې دغه هيواد د بوش د ادارې د دوران په پرتله لږ امنيت لری.
د ملی امنيت د چارو کارپوه کين ګودی وايی چې اوباما واقعاً د بوش په پرتله ظاهراً بل ډول عمل کوی:
« د اوباما حکومت کله چې د تر هګری موضوع وی، په قصدی ډول د عامه انظارو په وړاندې ځان ساتنه ښکاروی. دابه تيروتنه وی که ومنل شی چې د امريکې د عامه افکارو په وړاندې د ولسمشر آرامه او په سړه سينه راڅرګنديدل به د حکومت له کړنو سره مطابقت ولری. د اوباما د حکومت تدبيرونه، کله چې خبر له ترهګری او له القاعده سره په مبارزه وی، د بوش تر رژيم نه ډير سخت دی.»
په دې ډول په پاکستان کې په ترهګرو باندې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هغومره پياوړی شوی لکه په يمن کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له حکومت سره مالی مرسته. په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو شمير چې له القاعدې سره په جګړه بوخت دی، د اوباما د ولسمشرۍ په وخت کې درې برابره کيږی.
د کين ګود په باور دغو ټولو تدبيرونو، القاعده په دفاعی حالت کې راوستې ده. سره له هغه هم په امريکايي الوتکه کې د دوو اونيو مخکې پيښې وښودله چې د امريکې متحدو ايالتونو په خپل دښمن تر هغه څه چې دی، لاهم ضعيف ګومان کړی دی.
Bergmann, Christina/ سيلا حسرت نظيمي
کتونکی. زيارمل