1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده مشر د وژنې په اړه غبرګونونه

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د امریکا د هغه اعلان هرکلی کوي چې وايي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري يې وژلی دی. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4F18X
Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild) noch als Vize mit Osama bin Laden
انځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایدن له خوا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر اعلان شو د سعودي عربستان په ګډون یې د نړۍ یو شمیر مشرانو هرکلی کړی دی.

سعودي عربستان په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي: «د سعودي عربستان پاچا د امریکا د ولسمشر جو بایدن د هغه اعلان هر کلی کړی چې د ترهګري القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پکې په نخښه او وژل شوی دی.»

د القاعده شبکې مشر د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر خپله ټوټیر پاڼه د ټویټونو په یوه سلسله کې لیکلي: «د نن شپې خبرونه د دې ثبوت ده چې په افغانستان کې له جګړې پرته ترهګري له منځه وړل ممکن دي.»

نوموړي دغه راز لیکلي هیله من دي چې دغه کار د سپټمبر ۱۱ کورنیو قربانیانو او هغه کسان چې د القاعده شبکې له خوا زوریدلي لږ ارامښت ورکړي.

د امریکا دغه پخواني ولسمشر لیکلي: «له ۲۰ زیاتو کلنو او د سپټمبر ۱۱ برید یو طراح او د اسامه بن الادن ځای ناستی عدالت ته وسپارل شو.»

 الظواهري څوک وو او امريکا ولې وواژه؟

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو لیکلي: «د ایمن الظواهري مړینه د هوسا نړۍ پر لور یو ګام دی. کاناډا به د خپلو شریکانو سره د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي، سولې او امنیت د ودې له پاره په کور او نړۍ کې د خلکو خوندي ساتلو ته ادامه ورکړي.»

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د ټوټیر په ټولنیزه شبکه لیکلي ده چې « د ۱۹۷۴م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره د پاکستان هوايي ځواک په مستقیم ډول په کابل کې هدفونه وویشتل او هغه عناصر یې له منځه یوړل چې د پاکستان پوځ يې یو ګواښ ګڼي. دا یو افغانستان دی چې د آی ایس آی» تر لاس لاندې دی.»

طالبانو تر دې دمه د القاعده د مشر د وژلو په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې په یوه خبر پاڼه کې تائید کړې وه چې په کابل کې امریکایي ډرون الوتکې برید کړی.