1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د البغدادي نوی ځای ناستی څوک دی؟

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د البغدادي تر مړیني وروسته د داعش ترهګرې ډلې خپل نوی مشر نومولی دی. دغه ډلې په خپل یوه غږیز پيغام کې ویلي دي چې د البغدادي ځای ناستی به ابو ابراهیم الهاشم القریشي وي.

https://p.dw.com/p/3SKDY
Syrien ein Kämpfer zündet eine IS Flagge an
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hussein

داعش ډلې د خپل رسنیز کانال الفرقان، له لارې د خپل مشر ابوبکر البغدادي او همداشان د دغه ډلې د یوه بل جګپوړي غړي ابو حسن المهاجر، مړینه تائید کړې ده. زیاته شوې ده چې د دغه ډلې نوی مشر به ابو ابراهیم الهاشم القریشي وي. ویل شوي دي چې د داعش پلویان باید هغه ته بیعت ورکړي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د داعش د ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو خبر ورکړ. د هغه د معلوماتو له مخې البغدادي د سوریې په شمال کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د ترمپ په خبره د داعش مشر له امریکایي عکسرو یوه تونل ته وتښتید او هلته یې د ځانمرګي واسکټ په واسطه ځان والوزاوه. د «ډي ان اې» ازموینې له لارې د هغه هویت تثبیت شوی. د ترمپ د معلوماتو له مخې المهاجر په نورو پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

نوی «خلیفه» څوک دی؟

البغدادي له ډیرو کلونو راهیسې د داعش ډلې مشري کوله. د کارپوهانو له نظره یوازي لږ کسان په خپل سر د نومول شوي خلیفه د ځای ناستي په توګه انګیرل کیدل. خو د داعش د نوي نومول مشر په هکله معلومات نه شته.

په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان کینیت مکنیزي، پر دې اعتراف کړی دی چې داعش به په راتلونکي هم خطرناکه ډله پاتې شي. هغه ویلي دي : «موږ اټکل کوو چې په یوه شکل به د غچ اخیستنې هڅه وشي» او د دې پر وړاندې باید چمتووالی ولرو.

sr/ms (rtr, dpa)