1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتنې په ملاتړ پراخې مظاهرې وشوې

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

په ټوله نړۍ کې خلکو نن د اقليم ساتنې په ملاتړ او د تودوښت پر ضد مظاهرې وکړې. په برلين کې د اقليمي بدلون ضد تدابير هم نن تصويب شول.

https://p.dw.com/p/3PwjE
BG FFF weltweit | Indien |  Klimastreik | Global Strike 4 Climate | Delhi
انځور: picture-alliance/dpa/M. Swaruo

د آلمان له پاره تر ټولو مهمه خبره نن دا ده چې په برلين کې حاکم لوی ائيتلاف له ۱۹ ساعته خبرو اترو وروسته د اقليم ساتنې نوي تدابير منظور کړي دي.
په ورته وخت کې په ټوله نړۍ کې خلک کوڅو ته هم راوتلي ول او د اقليم ساتنې په پلويتوب يې لاريونونه وکړل. دغسې لاريونونه په آستراليا او د آرام سمندر په سيمه کې پيل او تر آلمانه پورې ورسېدل چېرته چې په لسګونو ښارونو کې څه باندې ۵۰۰ لاريونونه شوي.
د دغو نړيوالو لاريونونو انګيزه او لامل په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو له خوا د اقليم ساتنې راتلونکې نړيواله سرمشريزه ده. په آسيا کې د نورو هېوادونو تر څنګ په هند، تايلنډ، اندونيزيا، سويلي کوريا، بنګله دېش او فيليپين کې احتجاجي غونډې او لاريونونه وشول.
دولس کلنې ليلي ساتيدتاناسارن د فرانسې خبري اژانس ته د تايلنډ په پلازمېنه بانکاک کې ويلي دې چې «موږ راتلونکی يو او لا ډېر ارزښت لرو.» دغه نجلۍ د «تايلنډ ګرېتا تورنبېرګ» بلل کيږي ځکه چې د پلاستيکي کڅوړو پر ضد يې په تايلنډ کې يو ستر کمپاين شروع کړی دی. د هغې په خبره «لويان يوازې خبرې، خو عمل نه کوي.»

BG FFF weltweit | Deutschland | Klimastreik | Global Strike 4 Climate | Berlin
په آلمان کې د مظاهرو يوه څنډهانځور: AFP/Getty Images/J. MacDougall

په افريقا کې هم مظاهرې وشوې

په افريقا کې هم ډېر وګړي د اقليم ساتنې په پلويتوب کوڅو ته راوتلي ول. د سويلي افريقا په بندري ښار دوربن کې د ګرين پيس په نوم د چاپېريال ساتنې سازمان د ښاروالۍ په شاوخوا کې اقليمي اعتصاب او يوې مظاهرې ته بلنه ورکړې وه.

د کېنيا په پلازمېنه نايروبي کې چې د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې د پروګرام مقر دی، د عيني شاهدانو په حواله په سلګونو انسانان په مرکزي اوهورو پارک کې سره راغونډ شول، څو د چاپېريال ساتنې وزارت په مخکې لاريون وکړي.

BG FFF weltweit | Kenia| Klimastreik | Global Strike 4 Climate | Nairobi
د کېنيا په نايروبي ښار کې هم لاريون وشو.انځور: Reuters/N. Mwangi

د هغوی يوه غوښتنه دا ده چې حکومت دې د سکرو په مټ د يوه چلېدونکي برېښناکوټ د جوړولو له پلانونو څخه لاس واخلي. ډېرو زده کوونکو هم په دغه مقصد د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخي ته په دغه مظاهره کې ګډون کړی وو.

ust/kis (dpa, afp, rtr)/ن ص/ن ز