1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتني کنفرانس ولي مهم دی؟

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

په پولنډ کي د ملګرو ملتونو د اقليم ساتني په کنفرانس کي اصلي خبره پر دې ده چي د پاريس اقليمي تړون وژغورل سي. خو دا به په کافي اندازه ستونزمنه خبره وي.

https://p.dw.com/p/39K7c
UN-Klimakonferenz 2018 in Katowice, Polen | Gruppenbild NEU
په پولند کی د ملګرو ملتو داقلیمی کنفرانس ګډون کوونکي انځور: picture-alliance/dpa/Keystone/P. Klaunzer

که څه هم درې کاله تير سول، خو دا ډيره اوږده موده ده. هغه وخت په پاريس کي د ملګرو ملتو شاوخوا۱۹۰ دولتونه په خوشحالي سره د اقليمي تړون لمانځنه وکړه. هغوی له کلونو جوړجاړيو وروسته د اقليم ساتني تړون لاسليک کړ. په هغه کي ټولو هيوادونو که هغه بې وزلي ول او که شتمن، برخه واخيسته.

د مځکي حرارت بايد تر دې وروسته تر دوو درجو پورته نه سي، ښه به داوی چي نوره هم کښته وساتل سي. همدارنګه بډای هيوادونه غواړي بې وزلو هيوادو ته پيسې هم ورکړي، خبره له۲۰۲۰م کال وروسته، په کال کي پر ۱۰۰ ميليارده ډالرو باندي ده. په هغه وخت د آلمان د چاپيريال ساتني وزيره باربرا هيندريک وه.

د سوسيال ديموکرات ګوند نوموړي سياستوالي هغه وخت له دويچه ويله سره په مرکه کي ويلي ول: «دا د چاپيريال ساتني په برخه کي يوه تاريخي شيبه ده. ټول هغه کوچنيان چي اوس پيدا سوي د روانې پيړۍ تر پايه به لا ژوندي وي. او خبره اوس پر دې ده چي حرارت بايد تر دوو درجو پورته نه سي، ښه به داوي چي حتي يو اشاريه پنځه درجې پاته سي.»

ترمپ له تړونه ووت

اوس يعني درې کاله وروسته، د دولتونو استازي يو وار بيا سره راټوليږي، دا ځل د پولند په کاتوويڅه کي. په پاريس کي د کنفرانس د ګډون کوونکو تر خوشحاليو يو کال وروسته، په امريکا متحده ايالاتو کي ترمپ ددغه هيواد ولسمشر وټاکل سو او څه وخت وروسته له دغه تړونه ووت. ترمپ د ۲۰۱۷م کال په دوبي کي، په خاص ډول په همدې ارتباط باندي، د سپيني ماڼۍ په باغ کي يو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ. هغه وويل: «د ولسمشر په توګه زه يوازي امريکايانو ته ځان مکلف گڼم. د پاريس کنفرانس زموږ اقتصاد زيانمن کوي، کارګران مو بيکاره کوي او زموږ مځکني تماميت ته تاوان رسوي او هغه له ځانه سره د نه منلو وړ،  حقوقي خطرونه لري چي زموږ هيواد به د نورو هيوادونو په مقابل کي تاواني کړي. اوس ددې وخت رارسيدلی دی چي د پاريس له تړونه ووځو».

USA Trump zum Pariser Klimaabkommen
انځور: picture-alliance/AP/dpa /P. Martinez Monsivais

همدارنګه د ايران، عراق او روسيې غوندي هيوادونو هم تر اوسه د تړون هرکلی نه دی کړی. د اقليم ساتني آلمانی فعال لوتڅ وايشر بيا په دې هکله خوشبينه دي. هغه وايي: «په اصطلاح د اقليم اورګاډي نور سړی نه سي کولاي له خپل قطاره وباسي. د نوې کيدونکي انرژي او يا هم بريښنايي سمبالتيا په اړه د بيو لوړوالی ددې باعث کيږي چي د چاپيريال ساتني ته، نوره هم پاملرنه وسي. خو غټ مشکل دادی چي دغه ريلګاډی ډير ورو روان دی».

د کارپوهانو ښکاره خبرداری

دIPCC په نامه د اقليم نړيواله شورا، چي د نړۍ له شاوخوا۹۰۰ کارپوهانو څخه جوړه ده، څو مياشتي مخکي هم د خبرداري يو رپوټ خپور کړ. په هغه کي راغلي دي چي، د کنګلونو ويلي کيدل، د سمندر د اوبو پورته کيدل، وچکالي او سخته ګرمي پرته له کوم خنډه، همداسي ادامه لري. په پاريس کي تفاهم ته رسيدلي هدفونه اوس لا ډير کمزوري دي. حتي هغه امريکايي چارواکي چي پر ولسمشر ترمپ باندي هيڅ باور هم نه لري، په خپلي له مايوسيه ډکي غوښتنه کي، د اقليم د بدلون د سختو عواقبو خبرداری ورکوي. له همدې کبله اوس په پولنډ کي د کنفرانس ګډون کوونکي غواړي د پاريس تړون ته ژوندۍ بڼه ورکړي. د دولتونو اهداف بايد يو له بل سره مطابقت ولري او تر ټولو د مخه بايد شفافيت موجود وي. او بې وزلي هيوادونو بيا دا هڅي کوي چي د درو کالو مخکي مالي مرستي بايد په پام کي ونيول سي.

 

اروپايي ټولنه بيا خپلي ستونزي لري

په داسي حال کي چي ددغو خبرو اترو لارښود يعني متحده ايالات له نوموړي تړونه وزي نو هرڅه يو وار بيا د اروپايي ټولني پر غاړه لويږي. خو د اروپايي ټولني هيوادونه هم په بيلابيل ډول د اقليم ساتني موضوع جدي نيسي. په تيره بيا د ختيځي اروپا هيوادونه بيا د اقتصادي زيانونو څخه په بيره کي دي. وايشر په دې هکله وايي چي «اروپايي ټولنه په اصل کي تل ددغه شان خبرو اترو اصلي ګډون کوونکې ده. يعني د اقليمي ديپلوماسۍ په برخه کي مخکښ رول لري. خو نوموړې ټولنه او همدرانګه جرمني بيا اوس په دې برخه کي ستري هلي ځلي کوي چي خپل اقليمي اهداف تر۲۰۲۰م کاله پوري بشپړ کړي.» همدا څه وخت مخکي لا يو وار بيا په آلمان کي تر اندازې زيات ګلخانه يي ګازونه هوا ته پورته سوي دي.

د جرمني د چاپيريال ساتني اوسنۍ وزيره سوينيا شولڅه دې خبري ته اشاره کوي چي بې وزلو هيوادونو ته بيا دا مهمه ده چي وکولای سي پر مالي مرستو باندي په رښتيني توګه باور ولري.