1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان کتابونه د سیاستونو قربانی دي»

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

د پوهنې وزارت وایې چې د افغانستان تعلیمي نظام د کتابونو له سخت کمښت سره مخامخ دئ او د پاکستان دولت باید ژر تر ژره پخپله پوله کې ایسار شوي په سوونو زره ټوکه کتابونه افغانستان ته راپریږدي.

https://p.dw.com/p/153Mu
انځور: AP

وزارت وایي چې د پاکستان دولت باید د افغانسان د پوهني نظام ته د سیمې او نړۍ د سیاستونو له اړخه و نه ګوري.

د وزارت شاوخوا څلور میلیونه ټوکه درسي کتابونو له څه د پاسه شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې ایسار شوي دي.

د پوهني وزارت د خپرونو رئیس عطالله واحد یار، وایي چې د پاکستان دولت له دې کار سره د افغانستان د پوهني له نظام سره بربنډې دښمنۍ پیل کړې ده.

د نوموړي په خبره د افغانستان د پوهني نظام تر راتلونکو دریو کلونو پورې اته شپیته میلیونه ټوکه کتابونو ته اړتیا لري خو تر اوسه پوري د دې کتابونو د چاپ له پاره کافي بودجه په اختیار کې نه لري. واحدیار په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان د تعلیمي نظام د کتابونو پر مخ خپله پوله پرانیزي:

«له پاکستان څخه افغانستان ته زموږ په کتابونو بار هغه کانټینرونه چې اوس نه را پریښودل کیږي د پوهني د نظام پر وړاندي یوه لویه ستونزه ده. دا کتابونه د ناټو او پاکستان د سیاستونو قرباني شوي دي او اسلام آباد باید داسي نه وای کړي.»

افغان حکومت وایې چې څو ځله ئې له پاکستاني چارواکو سره دا مسئله مطرح کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې دوی د کراچې له بندره د کتابونو د انتقال پر سر له نورو اړوندو افغاني ادارو سره په ګډه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي خو تر اوسه ئې په دې اړه قانع کوونکی او روښانه ځواب نه دئ تر لاسه کړی.

د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي، وایې چې پاکستان ځکه افغانستان ته د سل ګونو زرو ټوکه کتابونو د راتګ مخه نیولي ده چې دا کتابونه د یوې پوځي امریکايي کمپنۍ له لوري چاپ شوي دي او پاکستان ئې د ناټو د مالونو یوه برخه بولي:

«پاکستان دغو کتابونو ته د سوداگرۍ د مالونو په سترگه نه گوري، ځکه د هغوی د انتقال تړون د یوې امریکايي پوځي مؤسسي له لوري شوی دئ. نو له همدې کبله ئې هغوی د ناټو د مالونو برخه بولي او دا چې پاکستان د ناټو پر قطارونو پخپله خاوره کې د تیریدو پر سر بندیز لګولی دئ، زموږ مالونه ئې هم ایسار کړي دي.»

له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان دولت د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي قطارونو په تیریدو بندیز لګولی دئ او د افغان زده کونکو کتابونه هم په دغه بندیز کې ایسار شوي دي.

ناټو او امریکا له اسلام آباد سره د دغه عمده ترانزیتي لارې د پرانیستلو پر سر څو ځله خبرې کړي دي خو لا تر اوسه په دې اړه کومې موافقې ته نه دي رسیدلي. تر اوسه پورې لا دا نه ده معلومه چې اسلام آباد به کله د افغان زده کوونکو، د څه نا څه څلور میلیونو ټوکو کتابونو د لیږد لار پرانیزي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض