1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هکله د ژنیو د وزیرانو کنفرانس پیل شو

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

په ژنیو کې د افغانستان په هکله نړیوال کنفرانس پیل شو. په دغه کنفرانس کې دیپلوماتان، سیاستوال او د مدني ټولنې استازي ګډون لري. په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې ملګرو ملتونو رابللی د افغانستان پرمختګونه ارزول کیږي.

https://p.dw.com/p/38y0U
Schweiz Genf - Afghanistan-Konferenz: Toby Lanzer
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/S. Di Nolfi

د افغانستان په هکله د ژنیو د وزیرانو کنفرانس په لومړۍ ورځ به د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شخصي سکتور په برخه کې په ځانګړې توګه د اومو مواودو، انرژۍ، ساختماني چارو او زیربناوو په سکتور کې د پانګوالو د راجذبولو په هکله بحثونو کې برخه ولري.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مشر فیلیپو ګراندي، د هغې یوې غونډې چارې پر مخ یوسي چې د افغانستان د کډوالۍ پر کړکیچ تمرکز کوي. دا په نړۍ کې تر ټولو ستر کړکیچ بلل کیږي. شا او خوا ۲،۴ میلیونه راجستر شوي افغانان له هیواده د باندي ژوند کوي همداشان د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې شا او خوا پنځه میلیونه افغانان اوسیږي.

په دغه کنفرانس کې شا او خوا د ۲۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي، چې پر نورو سربیره اټکل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم غونډې ته ورشي.

دغه کنفرانس په داسې وخت کې تر سره کیږي چې طالب یاغیانو پر افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو باندې په وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

پر دې سربیره سږ کال وچکالۍ د افغانستان ډیرې سیمي ځپلي دي او تر ۲۰۰ زرو زیات انسانان یي دې ته اړ کړي دي چې خپل ټاټوبي پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د افغانستان په اړه د ژنیو د وزیرانو کنفرانس هدف دا دی چې د سولې او سوکالۍ په کوښښونو کې د دغه هیواد له ولس او حکومت سره د نړیوالې ټولنې مرستې جوتې کړي او افغان حکومت د پرمختیا او اصلاحاتو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي.