1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

په بادغيس کې یوې نسبتاً قوي زلزلې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي او ډېر نور ټپيان شوي دي. زیاتره کسان د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د کورونو د نړیدو له کبله مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/45fb9
Karte Afghanistan Provinz Badghis Englisch
انځور: DW

د دوشنبې په ورځ یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان یو شمیر سیمې ولړزولې چې له کبله یې د چارواکو په خبره درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د یوه چارواکي په خبره یوازې په بادغیس ولایت کې تر شلو ډېر کسان د کورونو په نړيدو کې مړه شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند باز محمد سروري د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې زلزلې د دغه ولایت قادس ولسوالي سخته ځپلي او ډېر کسان د کورونو د نړیدو له کبله مړه شوي دي. د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې د معلوماتو له مخي، د دغې زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۵،۳ ښوول شوی دی.

د بادغیس د والي ویاند باز محمد سروري وايي چې په وژل شویو ۲۶ کسانو کې پنځه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي، او زیاتوي چې په دې پیښه کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي.

د چارواکو په خبره، د دې ولایت مقر ولسوالي هم زلزلې ډېره سخته ځپلې ده، خو د رامنځته شوو تلفاتو په هکله لا هم دقیق معلومات په لاس کې نه شته دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغه جګړه ځپلی هيواد له وړاندې لا له بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی. له تیر اګست میاشتې راهیسې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندې کړي او افغانان ورځ تر بلې له بې وزلۍ او سخت ژمي لا ډیر کړیږي.

د یادولو وړ ده چې بادغیس ولایت او بیا په ځانګړې توګه د دې ولایت زلزله ځپلې د قادس ولسوالۍ شدیدې وچکالۍ هم ځپلې او په تیرو ۲۰ کلونو کې د دې ولایت او یادې ولسوالۍ له خلکو سره ډیرې کمې نړیوالې مرستې شوي دي.

افغانستان وخت نا وخت د زلزلو شاهد وي او په دغه هیواد کې خام کورونه او نا مناسب د اوسیدو ځایونه د دې سبب کیږي چې د کمزورې زلزلې پرمهال هم کورونه ونړيږي او په زیاتره مواردو کې دغه څه د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځي.