1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د افغانستان په لویدیځ کي مرموزو وژنو خلک اندیښمن کړي

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې مرموزو قتلونو او جناېې جرمونو په ډیریدو سره خلک اندېښمن شوي دي. په غور، فراه او هرات کي د یوه دیني عالم په ګډون څلور ملکي وګړي د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې. طالبان وايي دا وژني شخصي دي.

https://p.dw.com/p/4F4KG
Afghanistan I Taliban I Straßenkontrollen in Herat
انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

نامعلومو وسله والو تیر ماښام د غور په مرکز کي د امام ابوحنیفه دارالعلوم استاد او په لعل سرجنګل ولسوالۍ کي یو ځوان وواژه، همداراز د همدې زون په هرات او فراه ولایتونو کي هم دوه کسان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوې.

محمد نصیر هغه ځوان دی چې د خپل کاکا زوې یې له لاسه وکړی وايي موږ د ټولني عادي او غریب خلګ یوو له هيچا سره دښمني نه لرو خو د کاکا زوی مي د نامعلومو وسله والو په برید کي ووژل شوو.

هغه وايي د طالبانو په راتګ سره زموږ تمه دا وه چي جناېې جرمونه او قتلونه پای ومومي خو برعکس لا هم ډیر کسان وژل کیږي: «قتلونه او مورموزي وژني چې تر سره کیږې موږ یې ډیر پریشانه کړې یوو، ځکه که د دې قتلونو او وژنو مخه ونه نیول شي خلګ له ژوند څخه لا ناراضه کیږي، ډیر خلګ بیځایه کیږي خپل وطن پریږدي او له هیواده وځي ځکه نور نو د دارنګه وژنو حوصله نشته واقعآ له ژوند څخه ستړي شوې یوو.»

Afghanistan Konflikt Taliban Terrorismus
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

بله خوا په غور کې طالب مسؤلین تاییدوي چې د دغه ولایت یو دیني عالم مولوي عبدالمتین محمدي او یو تن ځوان د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري دويچه ويله ته وویل چې د پیښو عاملین له سیمې څخه په تیښته بریالې شوې خو د نیولو هڅي یې رواني دي. بدري دا هم واېې چې زیاتره دارنګه وژني شخصي او حقوقي اړخونه لري نه سیاسي: «د غور د دارالعلوم برحاله استاد چې د لمانځه څخه د راوتلو په حال کي وو وژل شوی او په بله پیښه کي یو ځوان هم نامعلومو کسانو وژلی، خو زموږ د تحقیقاتو له مخي زیاتره دارنګه پیښي چې رامنځ ته کیږي علت یې شخصي دښمني او یا هم حقوقي دعوي دي.»

خلګ که څه هم وايي، د طالبانو په راتګ سره د هیواد په ډیرو سمیو کي امنیتي وضعیت ښه شوې خو جناېې پيښي او قتلونه لاهم د خلګو له پاره د خفګان وړ دي.

د مدني ټولني غړی سید اشرف سادات وايي: «د طالبانو د یو کلن حاکمیت پر وخت موږ د ډیرو دارنګه قتلونو شاهدان وو، چې قومي مشران، دیني علما، د تیر حکومت کارمندان او ځوانان یې لویه برخه وه او دا لړۍ لاهم روانه ده. زه فکر کوم یا طالبان مسلکي کسان نه لري چي د جناېې جرمونو سره مبارزه وکړي یا خپله د طالبانو یوشمیر کسان په دارنګه قتلونو کي ښکیل دي، هر څه چې وي د روان وضعیت دوام د طالبانو په ضرر تمامیږي».

د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په مرموز ډول د دیني علماوو، ملکي وګړو او د پخواني حکومت د یوشمیر سرتېرو وژل کیدو خلګ اندیښمن کړي او د طالبانو حکومت څخه د ډاډمن امنیت او جناېې پيښو د مهارولو غوښتنه کوي.

عتیق الله مطمئن