د افغانستان په شمال کې ترافیکي پیښې پنځه تنه وژلي
۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۲مه نیټه) د تخار ولایت ځايي چارواکو وویل چې په دې ولایت کې د مسافرو د انتقال د یوه موټر د ټکر په پایله کې پنځه تنه وژل شوي. د دغه ولایت د ولایت شوار د غړي یعقوب نظري د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې ټکر کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره د سپرلیو د انتقال دغه موټر له بدخشان ولایت څخه د کابل په لوري د حرکت په حال کې چې د تخار ولایت په مربوطاتو کې یې ټکر کړی دی. دغه چارواکي وايي چې پيښه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د تخار د ولایتي شورا غړي نظري او د یادې شورا بل غړي مولوي کرامت الله وویل چې د موټر چلوونکی پر یوه خام سړک باندې په ډیر سرعت سره موټر ځغلولی دی چې له امله یې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده.
په افغانستان کې د سترو موټر چلوونکو بې غوري، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو ښه نه ساتل د دې سبب کیږي چې په کلني ډول سلګونه افغانان په دغه راز پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
DPA/AKH/AWA