1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کی ۱۲ سرتیري وژل شوي

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د طالب جنگیالو له خوا د کنترول پر یوې پوستې باندې د یوه برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ سرتیری وژل سوي. پېښه په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځته سوې.

https://p.dw.com/p/3TNXj
Kunduz Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP

د کندز د ولایتي شورا غړو خبر ورکړې چې د دغه ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې رامنځته سوي دغې پیښه کې لږ تر لږه څلور تنه سرتیري ټپیان سوي هم دي.

د ولایتي شورا غړي زیاتوي چې طالبان له میاشتو راهیسې د امام صاحب ولسوالۍ ځینې برخې ترخپل کنترول لاندی لري.

په افغانستان کې په روانه اونۍ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو پر تبادله سربيره هم نښتې ادامه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني تر دې دمخه داسې هیله څرگنده کړې وه چې د طالبانو د درو لوړپوړو غړو آزادیدل ښایي د سولې مستقیمو خبرواترو ته لاره پرانیزي. خو دغه ډول خبری تر اوسه د طالبانو له خوا رد سوي. هغوی د کابل حکومت ته د غرب د لاس پوڅي په سترگه گوري.

G.P/B.S/dpa