د افغانستان په شمال کي د هالنډ يو مرستندوي تښتول سوی
۱۳۸۹ آبان ۳, دوشنبهد تخار والي عبدالجبار تقوا رسينو ته ويلي دي چي څلور وسلوالو کسانو دغه دوه تنه چي يو يې هالنډی او بل يې افغان موټر چلونکی دی د ځان سره بې ولي دي.
والي وايي چي په سيمه کي عيني شاهيدانو ويلي چي دغه دوړاه د خپل موټر څخه کښته کړې او په بل موټر کي يې د کندوز ولايت خواته بېولي دي.
بله خوا د تخار امنيې قوماند شاجهان نوري ويلي دي چي دغه هالنډی وګړي د يو غيري دولتي موسسې ريس و چي د معيوبينو په برخه کي يې په تخا کي کار کوی.
« پوليسو ته خبر ورکړل سو چي خارجي چي د هالنډ وګړی دی د وسله والو کسانو لخوا تښتول سوی دی.»
هغه ويلي دي چي موږ په کندوز کي د پوليسو ماموريتونو ته خبر ورکړی ولي په دې برخه کي موږ نور څه ډير نسو کولای.
د هالنډ د خارجه وزارت وياند کريستوف پروميرسبرګر رويترز خبري اژانس ته دا خبره تايد کړې چي یو هالنډی او د هغه افغان موټر چلونکی نن يرغمل سوې دي.
« په کابل کي موږ سفارت د افغان چارواکو سره په تماس کي دي تر څو د ټولو هغه امکاناتو څخه کار واخلي تر څو دواړه د تښتونکو د منګولو څخه خلاص کړي.»
دغه راز د تخار د والي وياند ويلي دي چي دغه هالنډی او د هغه موټر چلونکی د خپل موټر څخه را کښته کړې او د ځان سره يې بېولي دي.
ددغه هالنډي او افغان د تښتولو پړ تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.
آژانسونه/ جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل