1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په زیربنايي پروژو کې د روڼتیا په اړه تازه راپور

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ مرداد ۵, سه‌شنبه

د اقتصاد وزارت او د افغانستان د بنسټیز روڼتیا نوښت یو ګډ رپوټ ښيي چې د ملي پروژو په اړه مالوماتو ته لاسرسی سخت شوی. په دغه رپوټ کې د کومو ادارو زیربنايي پروژې ارزول شوي؟

https://p.dw.com/p/3y8ah
Afghanistan Salma Damm
انځور: DW/H. Hashimi

د اقتصاد وزارت او د افغانستان د بنسټیز روڼتیا نوښت په دریم ګډ رپوټ کې د ۱۴۰۰ لمریز کال ۲۲۹ زیربنايي پروژې ارزول شوي دي.

د دې پروژو ټول لګښت یو میلیارد امریکايي ډالرو ته رسیږي چې له دې ډلې د ۵ دولتي بنسټونو ۲۰ پروژې د لا ډېرې ارزونې له پاره غوره شوي.

دا شل پروژې د ښار جوړونې، بیارغاونې او کلیو پراختیا، عامې روغتیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت پورې اړه لري.

د رپوټ موندنې ښيي چې له ۱۶ پروژو د اطلاعاتو ورکولو کچه ۳۲ سلنه وه.

د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت ادارې د دارلانشاء مشر صبغت الله کریمي وویل، د دې پروژو څخه په ۱۳ پروژو کې بدلونونه راغلي، چې د اندېښنې وړ دي: «کله چې په یوه پروژه کې تعدیل راځي، لګښتونه یې توپير کوي، د تطبیق موده کې یې بدلون راځي، د پروژې حجم کم یا زیاتیږي، موږ له دې تعدیلونو ۴۷ یې ثبت کړي.»

نوموړی غوښتنه کوي چې په دې اړه باید اړوند بنسټونه ځواب ووايي او حساب ورکړي.

دغه رپوټ ښيي چې د پروژو په تطبیق کې په منځنۍ کچه ۴۶ سلنه د ځنډیدو موارد ثبت شوي چې له امله یې د پروژو په لګښت کې ۱۰ سلنه ډېروالی مشاهده شوی.

د غوره شویو پروژو د داوطلبی موده بله ستره ننګونه ده چې په رپوټ کې عنوان شوې.

Afghanistan Herat Bauarbeiter
انځور: DW/H.Hashimi

رپوټ زیاتوي: «د پروژو داو طلبی ۲۰۵ ورځې وخت نېولی په داسې حال کې چې د نړېوالو اصولو پر بنسټ، داو طلبي باید له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ډېرې ورځې وخت و نه نیسي.»

د افغانستان په زیربنايي پروژو کې یوه بله ستره ننګونه دا ښودل کیږي چې د دغو پروژو په غوراوي کې خلک چاندانې رول نه لري.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ، د څېړنو د برخې مسؤل محمد ناصر تیموري دویچه ویله ته وویل چې

اوس د پروژو په انتخاب کې خلکو ته یواځې ۱۵ سلنه رول ورکړل شوی: «د پارلمان غړي، وزیران او سیاستوال زیربنايي پروژې د خپلې خوښې مطابق انتخابوي او د خلکو رول ډیر کم دی او هیله من یم چې دلته باید لوی بدلون رامنځته شي.»

افغان چارواکي وايي چې د پروژو په اړه د دغه رپوټ موندنې به وڅاري او په نخښه شویو ستونزو له پاره به حل لارې وګوري.

د افغانستان د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي وویل: «اقتصاد وزارت به د دغو ننګونو د حل له پاره، ماليي وزارت، د ولسمشرۍ د چارو ادارې، د تدارکاتي ملي ادارې او ټولو اړوندو ادارو سره په همکارۍ کار وکړي چې د پروژو اصلي مفاهیم د پرانیستو قراردادونو پر بنسټ تعریف کړي.»

د افغانستان د زیربنايي پروژو په اړه د نوي خپاره شوي رپوټ موندنې ښيي چې د ۱۶ ملي پروژو له ډلې یوازي د ۶ پروژو اطلاعات د ملي تدارکاتو (AGEOPS) په سیستم کې خپاره شوي دي.

اسماعیل شاکر – کابل