1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د افغانستان په روغتیايي خدمتونو کې بې ساري پرمختګونه سوي»

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایې چې په روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ ښه والی راغلی او ځیني پرمختیاوي بې ساري دي. نوي پرمختګونه څه دي او خلک ترکومه بریده قناعت لري؟

https://p.dw.com/p/3WZXW
Patient Babay-e-Bargh Klinik
انځور: DW/H.Hashimi

د افغانستان په روغتیايي سکټور کې ترټولو ستر او بې سارې پرمختګ دا دی، چې په لومړي ځل یوه روغتون کې د پښتورګي د پیوند عملیات ترسره شول.

د عامي روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز نن سې شنبې (۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۲۱مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تېره اونۍ په محمد علي جناح تخصصي او ملي روغتون کې افغان ډاکټرانو یوه ناروغ ته په بریالی توګه پښتورګی پيوند کړ او اوس د ناروغ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

فیروز زیاته کړه: «محمد علي جناح ملي او تخصصي روغتون، د ۱۲ بسترونو په ظرفیت سره جوړ شوی او ددغه روغتون طبي وسایل د ۴،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامي روغتیا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوي.»

فیروز د تېرو پنځو کلونو د راپور خپرولو پرمهال وویل چې په هېواد کې بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له ۵۷ سلنه څخه ۹۰ سلنه ته لوړ شوی.

اوسمهال په ټول هېواد ۳۵۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

 د عامی روغتیا وزیر زیاتوي چې تر ۷زرو ډېرې قابلې او نرسان روزل شوي چې له مخې یې د هېواد په ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو کې لږ تر لږه یوه قابله په دنده ګمارل شوې.

د نویو روغتیايي مرکزونو او روغتونونو جوړېدل

فیروزالدین فیروز د خپل پنځه کلن راپور په ترڅ کې وویل: «په لومړي ځل د سرطاني ناروغیو د تشخیص مرکز جوړ شوی او ددې ترڅنګ اوس په هېواد کې د سوځېدلو ناروغانو د درملنې ټولې اسانتیاوې رامنځته شوي.»

تردې وړاندې به په اور سوي ناروغان ترډیره بهر ته د درملنې لپاره تلل. د عامي روغتیا وزارت وايي، د مور او ماشوم د مړینې کچه ټېټېدو په اړه هڅه کوي چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لاپسې لوړ کړي.

خو ایا خلک او روغتیاپالان قانع دي؟

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي که چېرې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه معیاري وای نو په میلیونو ډالر به په بهر کې د خلکو پر درملنه نه لګېدل.

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالقدوس دویچه ویله ته وویل، عامي روغتیا وزارت دې د درملو کیفیت وڅاري: «ایا دا زموږ دوا درمل باکیفیته دي؟ تاسو وګوری چې ناروغ درمل خوري خو تاثیر نه کوي عامي روغتیا وزارت د کومو لاسته راوړنو یادونه کوي.»

د درملو ټیټ کیفیت او د معیاري روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله ډیری افغانان، پاکستان او هند ته د درملنې په موخه ځي. د عامي روغتیا وزارت، څو میاشتې وړاندې وویل چې افغانان هرکال ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې پر درملنه لګوي.

د کابل یوه ډاکټر محمد یوسف دویچه ویله ته وویل: «په تېرو ۵ کلونو کې د افغانستان روغتیايي سکټور د پام وړ بدلون موندلی خو خصوصي روغتونونه لاهم د بې کیفیته درملو په واردولو سره پر ناروغانو سوداګري کوي.»

 د کابل ښار ددغه ډاکټر په وینا، هېواد ته ډیری درمل په قاچاقي لارو راوړل کیږي چې د ټیټ کیفیت له امله د ناروغیو له منځه وړلو پرځای د نورو بیلابیلو ناروغیو سبب ګرځیدلي.

ده دا هم وویل چې اوسمهال په افغانستان کې کاریدونکي شاوخوا ۳۰ سلنه درمل راقاچاق شوي، چې لازم کیفیت نه لري.

اسماعیل شاکر – کابل