نن افغانستان د څلورو چاودنو شاهد و
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبهنن پنجشنبه د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې اړونده د سه دوكان په جومات كي هغه مهال د درنې چاودنې غږ واوریدل شو کله چې شعیه افغانان جومات ته د ماسپښين د لمانځه له پاره را ټول شوې وو.
په مزارشريف کي د ابن سینا روغتون ویاند ضيا زنداني دويچه ويله ته وویل: تر اوسه پورې د سه دوکان په جومات کي د چاودنې له امله دغه روغتون ته ۱۲ مړي او ۳۲ ټپیان انتقال شوي دي.
بل لورته نن سهار د افغانستان په پلازمینه کابل کي هم د سړک غاړي ترڅنګ په یوه ګلدان کي ایښودل شوي ماین چاودلی. همدا راز په کندوز او ننګرهار کي هم د ماین چاودونو خبرونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله سره په خبرو کي په مزار شریف، کابل او کندوز کي د چاودونو د پخلې ترڅنګ وویل: د کندوز په ولایت کي د سړک غاړي ماین چاودنه د ولسي وګړو پر یوه کاسټر موټر شوې چې له امله یې د درو ماشومانو په ګډون څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
بلخوا د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت څخه هم راپور ورکړل شوې چې د یاد ولایت د خوګیانو ولسوالۍ اړوند بره خوارانو په سیمه کي د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو رنجر په نښه کړی دی.
یوشمیر سرچیني وايي چې په خوګیانو کي چاودني پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره د ننګرهار د چاودنې راپور لا بشپړ شوې نه دی خو نافع وايي د یادو چاودونو د څرنګوالي په اړه جدي پلټني پیل شوې چې نور جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
عتیق الله مطمین