1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ماموریت: اهداف، تېروتنې، درسونه

۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبه

د فقر او تروريزم پر ځای دیموکراسي او بشري حقونه - عالی اهداف، خو دا ټول له لاسه تللي. ولې؟ سیاسی مشران د ځوابونو په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/4TRpL
Afghanistan | Bundeswehr Soldaten
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په افغانستان کې د امریکا او ملګرو ملتونو په مشرتوب پوځي ماموریت له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۲۰ کاله دوام وکړ. المان ټول وخت هلته و. خو په پای کې هغه کسان بيرته قدرت ورسېدل چې ټول يې په له منځه وړلو پسې ول: سخت دريځه طالبان.

د ۲۰۲۲م کال له نوومبر مياشتي راهیسې د آلمان پارلمان یوه کمېټه هڅه کوي چې معلومه کړي چې ولې داسې پيښ شول او له دې څخه څه درسونه اخیستل کېدای شي. پارلماني کمېټه تمه لري چې د سیاست، پوځ، پراختیايي همکاریو او امنیتي چارو کارپوهان به معلومات چمتو کړي.

په دې ډله کې یو هم یوشکا فیشر دي. دا د زرغون ګوند غړی په افغانستان کې د آلمان د ماموریت په پیل کې د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر و.

اړوند مطالب:

آلمان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ماموریت ته بیا کتنه پيل کړه

يوشکا فیشر د افغانستان ماموریت توجیه کوي

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د آلمان پوځ له چټک وتلو دوه کاله وروسته، هغه د پوځي او بشري ژمنو دفاع کوي: «زه فکر نه کوم چې دا یوه تېروتنه وه.»

فیشر د تروریزم پر ضد د تش په نامه جګړې پیل یادوي: «په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه. په ځواب کې آلمان د ناټو په دفاعي اتحاد کې خپل تر ټولو مهم ملګري ته د غیر محدود پیوستون ډاډ ورکړ.»

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د سوداګرۍ په نړیوال مرکز کې د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ شوه
امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه په نیویارک کې د سوداګرۍ په نړیوال مرکز کې د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ شوهانځور: Spencer Platt/Getty Images via AFP

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چې تر ۲۰۰۵م کال پورې په واک کې و، د افغانستان ماموريت ناکامي په پوځي قدرت کي نيمګرتياوي او په پایله کې د سیاسي نفوذ نشتوالي تشریح کوي. هغه څه چي ده ترې درس اخيستی: «موږ باید د سختو ماموریتونو له پاره تيار واوسو او مهارتونه چمتو کړو.» فیشر ټینګار کوي چې هغه د ملکي مرستو، پولیسو اقدام او قوي نظامي حضور ترمینځ هیڅ تضاد نه ويني.

د افغانستان په اړه بدبیني

د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان له پاره د هغه وړاندوینه بدبینانه ده: «دغه هیواد به  اوږده موده د ناامنۍ ځای وی او د بشري ناورین وړاندوینه کیده. «دا هم روښانه وه چې طالبان به د بیارغونې په بهير کې په سختۍ  ترلاسه شوي کوچني بریالیتوبونه بې لاس وهني پرې نه ږدي.»

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي. د افغان مېرمنو د حقونو له پاره تر ټولو ډېره د آلمان د پراختیا پخوانۍ وزیري هایډیماری ویکورک زیول ژمنه وه. ایا دا ټول بې ګټې دي؟  هغې له ځانه وپوښتل او ځواب یې ورکړ (نه) په تیرو ۲۰ کلونو کې  «د هيلو او اميدونو غوټۍ» راپورته شوې، کوم چې هيڅوک يې له پامه نه غورزوي.

د افغانستان د څېړنې کمیسیون "له افغانستان څخه درسونه"
د افغانستان د څېړنې کمیسیون "له افغانستان څخه درسونه"انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

پخوانۍ وزیره: «د ښځو د حقونو پر وړاندې جرمونه»

سوسیال دیموکراتان غواړي چې په راتلونکي کې د ماموريتونو مشري ملګري ملتونه وکړي، څو د«لوی قدرتونو» د نفوذ کولو مخه ونيول شي. د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دوحې هوکړه چې متحده ایالاتو په ۲۰۲۰م کال کې له طالبانو سره د افغان حکومت له ګډون پرته خبرې وکړې، د ویکسورک زیول له پاره یوه «نه بخښونکی تېروتنه، ان د ښځو د حقونو پر وړاندې یو جرم» و.

د آلمان د دفاع پخواني وزیر توماس دیميزییر هم په افغانستان کې د آلمان د ښکیلتیا په اړه وايي: «د طالبانو پوځي ځواک کم اټکل شوی او د حکومت پوځي او سیاسي ځواک له حده زیات پورته ګڼل شوی وو.»

آيا په افغانستان کې د آلمان پوځ تر فشار لاندي وو؟

اړوند مطالب:

د کابل د سقوط په اړه د آلماني جنرال نوي څرګندوني

وسله وال ځواکونه کولي شي د يو دولت د جوړولو له پاره د امنيت په رامنځ ته کولو او بيا رغاونه کې مرسته وکړي، خو په خپله يې نه تر سره کوي. په کوم ځاي کې چې د آلمان ځواکونه ځای پر ځای شوي ول، هغوی دغه کار په ښه توګه تر سره کړ.

ديميزير ټينګار کوي چې دغه پوځ د هغه څه په اړه چې نه يې شول کولای او نه ښايي چې ترسره يې کړي بايد تر فشار لاندې رانه شي. بيا هم داسي شوي او په دغه ماموريت کې، اهداف، تيروتنې او اشتباهات وو او بايد درس ترې واخیستل شي.