1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له افغانستان سره د ایران د طبي تجهیزاتو مرسته

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې ایران له کرونا سره د مبارزې په ترڅ کې له افغانستان سره د ۱۱ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده. په دغه محموله کې د تشخیص بستې، د مصنوعي تنفس دستګاوې، تنفسي ماسکونه او د عفونیت ضد مواد شامل دي.

https://p.dw.com/p/3d6DS
Iran übergibt medizinische Ausrüstung an das Afghanische Gesundheitsministerium
انځور: MoPH

د وزات په خبر پاڼه کې راغلي دي چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د شنبې په ورځ دغه مرستې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل، ویلي دي چې له دې سره سره چې ایران پخپله د کرونا له بحران سره مخامخ دی «بیا یې هم له افغانستان سره د ۱۱ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.»

د افغانستان د روغتیا وزارت دغه تجهیزات د کرونا ویروس د وقایې او په دغه ویروس د اخته ناروغانو د تدواۍ له پاره له مهمو ضروروتونو څخه یاد کړي دي.

تر اوسه د افغانستان ځينو ډاکټرانو او صحي کارکوونکي د دغه وبا پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځیني روغتیاپال پر روغتیا وزارت او حکومتي چارواکو باندې د کرونا ویروس پر ضد مبارزې په ترڅ کې د «بې کفایتۍ» او نړیوالو مرستو د لګښت په برخه کې د «شفافیت» د نشتوالي تور پورې کوي.

د هرات په روغتون کې یو ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: «هر هغه څه چې مرسته کیږي، پټوي یې. صحي کارکوونکي ستړي شوي او اندیښمن دي.» هغه د تجهیزاتو په هکله وویل: «موږ باید ځان ته په خپل شخصي لګښت دستکشې، ځانګړي کالي او ماسک برابر کړو څو [په ویروس] اخته نه شو. آیا دا ډول هم کار کیدای شي؟»

په کابل کې د ایران سفیر ویلي دي چې د ایران له خوا دغه مرستې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې او د روغتیاپالو د ځان ساتلو په موخه شوي چې د دغې نړیوالې پاندمۍ سره په لومړي خط کې په صحې مرکزونو کې پر هڅو بوخت دي: «دا به زموږ لومړنۍ مرستي نه او مرستې به ادامه ومومي.»

په افغانستان کې په وروستیو دوو اونیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ډیر زیات شوی دی. د وروستیو ارقامو له مخې اوسمهال په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر۱۵ زرو اوښتی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح، ویلي دي چې د قرنطین د محدودیتونو او صحي سپارښتنو پر وړاندې د خلکو بې اعتنایي فاجعه راوړونکي دي. وزارت ویلي دي چې د روغتونونو چپرکټونه کابو ډک شوي او د نویو ناروغانو د بستریدو ظرفیت ډیر کم شوی دی. وزارت د یکشنبې په ورځ د ډاکټرانو او صحي کارکوونکو له کمبود څخه خبر ورکړ او د عاجل استخدام اعلان یې کړی.

همدا ډول له ليرې د درملنې یا «ټیلي میډیسین» مرکزونه هم پرانیستل شوي دي، څو ډکټران او صحي کارکوونکي د دیجتالي وسایلو له لارې له ناروغانو سره خبري وکړي او هغوی ته داردو درمل وړاندیز کړي. په پام کې ده چې دغه بهیر په روغتونونو او صحې مرکزونو کې پر روغتیاپالو فشار راکم کړي.

ر.ش

زموږ له آرشیف څخه: