1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان شمال؛ په زرونو کسان د طالبانو له ويرې تښتېدلي

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

په زرونو هغه کسان چې د سرپل ولايت له بلخاب ولسوالۍ څخه د تاوتريخوالي په پايله کې کډه شوي دي، په ناوړه بشري وضعيت کې دي. هغوی ادعا کوي چې که د طالبانو لاسونو ته ولويږي، وبه وژل شي خو طالبان دا تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/4EWen
Afghanistan | Vertriebene von Balkhab
انځور: Mahsoud Ekhtiyari

هغه مهال چې تېره مياشت د طالب ځواکونو او د دوی د يوه پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد په مشرتوب جلا شوې ډلې ترمنځ د افغانستان په شمال کې نښتې پېل شوې، زهرا او د هغې کورنۍ غرونو ته پناه يوړه.

دوې ورځې يې په غرنۍ سيمه کې مزل وکړ، په داسې حال کې چې ډاډه نه ول چې څه به ورپيښ شي او آیا وبه کولای شي يو وخت د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته، په کوم ځای کې چې شخړه پېل شوې وه، بيرته ستانه شي او که نه.

۳۵ کلنه زهرا چې د امنيتي دلايلو پر اساس په دې مستعار نوم نومول شوې، وويل: «موږ نه غوښتل چې [د طالبانو] په لومه کې ګیر شو... بيا ممکن موږ ټول وژل شوي وو.»

د زهرا کورنۍ د هغو زرونو کسانو څخه ده چې د طالبانو او په بامیان ولايت کې د دغه ډلې د استخباراتو پخواني رئيس مهدي مجاهد ته د وفادارو جنګيالو ترمنځ نښتو له کبله تښتيدلي دي.

قوميت، مذهبي فرقه پالنه او د بلخاب د ډبرو سکرو د يوې برخې پر سر جګړه، د دې جنګ اصلي عوامل بلل کیږي. په استرليا کې ميشت سياسي شنونکی نعمت الله بيژن د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دې ټولو عواملو د نښتو په رامنځته کیدو کې نقش درلود.»

شعيه مذهبه مهدي مجاهد په ۲۰۱۹ م کې له عمدتاً سني مذهبه طالبانو سره يوځای شو او د تېر کال په اګست میاشت کې واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته د قوماندان په توګه غوره شو.

د افغانستان شعيه هزارګان له لسیزو راهيسې د ځورونې او شکنجې سره لاس او ګريوان دي او طالبان په لومړي ځل په خپله لومړۍ دوره کې د دغه اقليت سره په ناوړه چلن تورن شول. شعيه ګان همدا راز د اسلامي دولت ډلې يا داعش د حملو هدف هم دي.

بلخاب په ډبرو سکرو غني سيمه ده او په دې وروستيو میاشتو کې د دغه معدن تقاضا ډېره شوې ده. پاکستان چې د تېلو د بیو لوړيدو له کبله د انرژۍ له سخت بحران سره مخامخ دی، له افغانستان څخه یې د ډبرو سکرو واردات ډېر کړي دي.

د طالبانو سيمه ایزو قوماندانانو به پاکستان ته پر لاره لاريو څخه د «مالياتو» په نوم پېسې اخيستلې – هماغه شان چې د پخواني دولت ځواکونو اخيستې –  خو کله چې مجاهد د دې کار د مخنيوي له پاره د کابل د هڅو پر وړاندې مقاومت وکړ، هغه له دندې ګوښه کړل شو.

بيژن وويل: «بلخاب د دولت په مقابل کې د مقاومت اوږد تاريخ لري.» هغه وويل چې دا سيمه د طالبانو د لومړي حاکميت پر وخت هم د هغوی پر ضد جنګيدلې ده.

په داسې حال کې چې په جون مياشت کې جګړه يوازې څو ورځې وروسته پای ته ورسيدله، د ملګرو ملتونو په حواله لږ تر لږه ۲۷۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي چې کابو ټول یې هزارګان ول. نتيجه یې هغه بشري بحران دی چې مرستندويه ټولنې یې اوس د مقابلې په لټه کې دي.

زهرا چې کورنۍ یې تر هغه د مخه چې د بامیان د يوه کلي په جومات کې پناه واخلي، دوې اونې مزل کړی، وويل: «په تش نس به بيديدلو او سهار به مو تر راپورته کيدو وروسته بيرته مزل پيل کاوه. ټول ناروغ ول.»

د برات علي سبحاني د کورنۍ غړي هم د بلخاب نور اوسيدونکي دي چې په همدې مسجد کې یې پناه اخيستې ده. سبحاني وايي: «موږ هیڅ هم نه لرل، يوازې په يوه جوړه جامو کې را ووتلو.»

په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟

د هغه اووه کسیزې کورنۍ څلور ورځې مزل وکړ څو يوه شپانه هغوی دې جومات ته راوستل. سبحاني وويل: «هغه موږ وژغورلو. موږ هیڅ نه لرل. فکر مو کاوه چې ښايي مړه به شو.»

د قوماندان يا مشر په توګه د مجاهد غوره کیدل په لومړي سر کې د طالبانو د هغو ادعاو د ملاتړ په توګه انګیرل کیدل چې ويل یې غير پښتانه یې هم په ليکو کې شامل دي، خو نوموړي ډېر ژر د دې ډلې له مشرتابه سره مخالفت وکړ. دا ډله عموماً په خپلو ليکو کې د داخلي جګړو رپوټونه ردوي خو په جون مياشت کې سيمه ایزو رسنيو وويل چې مجاهد د طالبانو له رهبرۍ جلا شوی دی، هغه وخت چې د طالبانو حکومت د ډبرو سکرو پر تجارت د لا زيات کنترول په لټه کې وو.

د باميان په دزدان چشمه سيمه کې، نجيبې میرزايي ورځې ورځې د هغو کسانو په درملنه کې تیرې کړي چې له بلخاب څخه تښتېدلي دي. ميرزايي چې د يوه سيمه ایز روغتون مشره ده، وويل چې په دوی کې زياتره ميندوارې ښځې دي چې له نس ناستي، زړه بدوالي او تنفسي ناروغيو څخه کړيږي.

د ملګرو ملتونو څو مرسته رسوونکو سازمانونو هڅه وکړه چې کومک وکړي خو نه دي توانيدلي چې ټولو کډوالو ته ورسيږي، ځکه زیاتره یې په غرونو کې دي. نوريالی چې د يونيسف د ټیم مشري یې کوله، وويل: «موږ حتی تر پنځه نیمو ساعتو پیاده مزل وروسته هم دغه سيمو ته په رسېدو ونه توانيدو.»

د طالبانو د دفاع وزارت د وياند عنایت الله خوارزمي په خبره، مجاهد او کسان یې په بلخاب کې غرونو ته تښتيدلي دي او جګړه درېدلې ده. خو د بخښنې نړيوال سازمان پر طالبانو تور لګوي چې هلته ملکي کسان اعداموي. طالبان دا تورونه ردوي. يو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «خلک ويريږي، همدا وجه ده چې تر اوسه په غرونو کې دي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)