1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د افغانستان د پوځي ماموریت په اړه د محرم رپوټ حقوقي دعوه

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

اروپایي محکمې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت په ارتباط د خپاره شوي محرم رپوټ شخړیزه حقوقي دعوه، د نورو پوښتنو د وضاحت له پاره د آلمان فدرالي محکمې ته استولې ده.

https://p.dw.com/p/3MuVa
Europäischer Gerichtshof in Luxemburg
انځور: picture-alliance/dpa/H. Galuschka

د «فونکه- میډین ګروپه» پورې اړوندې ورځپاڼې (ویسټ دویچه الګماینه څایټنګ) له ډیرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت وضعیت په هکله له سیمې څخه استول شوي هغه معلومات په خپل هوم پيج یا اصلي پاڼه کې خپاره کړي دي، چې یوازې باید په دغه ماموریت کې شامل کسان، د پارلمان استازي او د وزارتونو کارمندان ورته لاس رسی درلودلی وای.

په ډیره بیړه او آزادانه ډول د دغو رپوټونو لنډیز او خلاصه خپره شوې ده. ورځپاڼې د دغو رپوټونو تفصيلي بڼه له نامعلومې سرچينې څخه ترلاسه کړې او په خپل انټرنټ پاڼه کې يې خپره کړې ده. د آلمان پوځ د دغې رسنۍ پر ضد د کاپي رایټ یا د اسنادو د خوندیتوب قانون له مخې اقامه دعوه کړې ده.

اروپایي محکمې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت په ارتباط د خپرو شویو دغو محرمو رپوټونو شخړیزه حقوقي دعوه، د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۲۹ نیټه) د نورو پوښتنو د وضاحت په موخه د آلمان فدرالي محکمې ته استولې ده.

دلته مسئله د کاپي رایټ یا د کاپي کولو حق پر سر ده. د اروپایي محکمې په حواله د آلمان فدرالي محکمه باید په لومړي سر کې دا معلومه کړي چې آیا دغه رپوټونه حساس دي، نو له دې امله یي د چاپ حق محفوظ دی او که څنګه؟

اروپایي محکمې واضح کړې ده چې د پوځي وضعیت په هکله د رپوټو د کاپي کولو حق ادعا یا دعوه یوازې کیدای شي «کله چې خبره د رپوټ د لیکوال د حیرانونکي خلاقیت د کاپي کولو حق پر سر وي، په کوم کې چې د هغه پر شخصیت رڼا اچول شوې وي، او په خپلو کارونو کې یې په آزادانه او ابتکارانه ډول عمل کړی وي.»

قاضي ټنګار کړی دی چې که قضیه د آلمان د تر ټولو لویې ملي محکمې له نظره همداسی وه، نو د معلوماتو او مطبوعاتو د آزادۍ اساسي حق ته په کتلو سره کیدای شي د دغه رپوټ خپریدو ته اجازه ورکړل شي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: