1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ګاونډيو هيوادونو اندېښنې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

تاجيکستان او ایران ویلي دي چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیت اندېښمن کړي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه راپور کي ويل سوي ول چي په افغانستان کي اوس هم ترهګري ډلي فعالي دي. د طالبانو غبرګون څه دی؟

https://p.dw.com/p/4C6EN
Iran, Tehran I Ayatollah Ali Khamenei
انځور: Office of the Iranian Supreme Leader/AP/picture alliance

د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان په ایران کې د دغه هيواد له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې باید یو ټولشموله حکومت جوړ شي.

تر دې وړاندې یې د هغه هيواد له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ګډې خبرې غونډې ته ویلي ول چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو شتون د اندېښنې وړ دی.

په برلین کې افغان شنونکي ډاکټر محمد اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو تر راپور وروسته د ګاونډیو هيوادونو اندېښنې ورځ تر بلې ډېریږي.

«د تاجيکستان جمهورئیس له ایراني مقاماتو سره دا اندېښنې شریکې کړي، چې که چيري له افغانستانه دوی ته تهدید متوجه کیږي، نو څه کول په کار دي؟»

اتمر زیاتوي چې څو ورځې وړاندې د روسيي ولسمشر پوتین هم د تاجيکستان له ولسمشر سره په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو په ډېرېدو خبرې کړي او د مسکو اصلي اندېښنه دا ده چې ښايي یوشمېر ترهګریزې ډلې د روسيي پرضد یوه نوې جبهه پرانیزي.

ایران او تاجيکستان چې له روسيي سره دوستانه اړیکي پالي، هڅه کوي چې د ترهګرۍ پرضد یو ګډ دریځ رامنځته کړي.

Tadschikistan Präsident Emomalii Rahmon
د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمانانځور: Getty Images/AFP/A. Jocard

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له افغانستانه د ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو په اړه هرډول اندېښنې بې ځایه وبللې.

د دغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون او فعالیت ادعاوې بې بنسټه دي او د افغانستان اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.»

هاخوا یوشمېر کتونکي په دې باور دي چې د طالبانو په راتګ د افغانستان ګاونډیو هيوادونو ته سخته شوې چې په سیمه کې خپلې تګلارې پلې کړي.

د نړېوالو اړیکو شنونکي عبدالحی قانت دویچه ویله سره په خبرو کې ځینو مسلو ته په اشارې سره وویل:

«ماته داسې نه ښکاري، هغسې تعاملات چې دوی مخکې د افغانستان له حکومت سره درلودل، زه فکر کوم اوس هغه وخت تللی او دوی ته دا یو لوی چيلينج دی چې څنګه په افغانستان کې خپلې ګټې وساتي.»

د چارو د دغه کتونکي په باور اوس د افغانستان ګاونډي هيوادونه اړ دي چې د طالبانو له حکومت سره ښه تعامل ولري چې دا اړتیا اوس ان د هند حکومت هم درک کړې ده.

قانت زیاتوي په افغانستان کې له داعش پرته د بلې کومې ترهګریزې ډلې د فعالیت په اړه کوم ښکاره ثبوت نشته.

خو د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې اوس هم بهرني جنګیالي شته او په راپور کې دا ادعا هم شوې ده چې د القاعده شبکې مشر ایمن الوظواهري د طالبانو له مشر سره خپل بیعت تازه کړی دی.