1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د مخابراتو بازار ته نوی شرکت داخلیږي

۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه

د مخابراتو په بازار کې د رقابت نه شتون، د اړیکو او انترنت د بیو لوړوالی او د کیفیت ټیټوالی او د مخابراتي شبکو د پوښښ د ساحې کمښت هغه څه دي چې ډير افغانان ترې سر ټکوي. خو آیا د نوي مخابراتي شرکت راتګ به دغه څه بدل کړي؟

https://p.dw.com/p/37Aag
Straßenverkäufer in Afghanistan
انځور: DW

افغانستان چې یو وخت یې خلکو د مخابراتي شبکو له پاره نورو هیوادونو ته سفرونه کول، اوسمهال پکې که څه هم د تلیفوني اړیکو او انترنت آسانتیاوې ډیرې شوي دي، خو ډير افغانان بیا د مخابراتي شبکو د خدماتو د ټیټ کیفیت او د بیو له لوړ والي شکایت کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان د مخابراتو بازار ته یو نوی شرکت په فعاليت پيل کوي. داسې ګومان کیږي چې د نوي شرکت په راتګ سره به په بازار کې رقابت لا ډیر، د مخابراتي خدماتو بیې به کښته او کیفیت لوړ شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په حواله د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل په نامه ټېلېکام شرکت په اخیستلو سره د مخابراتو سکټور کې ۳۰۰ مېليونه ډالره پانګونه کوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په دې هکله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي: «د ماليې وزارت سرپرست او د زیربناو په چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار محمد همايون قيومي په مشرتوب د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې چې د اقتصادي عالي شورا غړي په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي هم موجود وو، د وصل ټېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د مالکيت د انتقال او پلورلو طرحه په پرنسيپ کې منظور شوه.»

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

د مخابراتو وزارت په دې اړه زیاته کړې ده چې وصل ټېلېکام مخابراتي شرکت چې د CDMA خدماتو د جواز درلودونکی دی، له لومړي سره د فني او تخنيکي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او ويې نه شو کولی د ورځې د ټکنالوجۍ سره خپل فعاليتونه عیار او د خپلو نږدې ۱۰۰۰۰۰ مشتريانو غوښتنې پوره کړي. له همدې کبله يې ورځ تر بلې مشتريان پر کمېدو شول چې اوس دغه شمېر ۱۲۰۰۰ ته را ښکته شوی دی.

د مخابراتو وزارت وايي چې دغه خصوصي شرکت د خپل فعاليت د کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې خپل مالياتي پورونه نه دي تصفيه کړي، بلکې د نورو خصوصي شرکتونو او دولتي بنسټونو پورونه هم ورباندې پاتې دي.

ټاکل شوې ده چې د الکوزي شرکتونو ګروپ به د وصل ټېلېکام اوسنۍ CDMA ټيکنالوجي د GSM ټېکنالوجۍ ته واړوي. د مخابراتو وزارت په خپله پاڼه کې په دې هکله همدا راز لیکلي دي چې د الکوزي شرکتونو ګروپ به د 3G او 4G خدماتو په وړاندې کولو سره د افغانستان د مخابراتو په بازار کې یو نوی بدلون رامنځ ته کړي.