1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان د فوټبال فیدراسیون پر پخواني مشر بندیز تائید شو

۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبه

د سپورت نړیوالې محکمې د افغانستان د فوټبال فیدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم باندې د فوټبال د نړیوال فیدراسیون (فیفا) له لوري لګول شوی عمري بندیز تائید کړ.

https://p.dw.com/p/3fLB4
Afghanistan Karim Keramuddin
انځور: imago/AFLOSPORT

د فیفا اخلاقي کمیسیون د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې پر اتمه نېټه ۵۸ کلن کرام الدین کریم، د جنسې او فزیکي ځورونو د تورونو په دلیل د فوټبال د هر ډول فعالیتونو څخه د ټول عمر له پاره بند کړی وو. اوس د سپورت د حکمیت محکمې د کرام الدین کریم د تمیز غوښتنه رد کړې ده. کرام الدین کریم د دغه بندیز د لیرې کولو پر ضد محکمې ته عارض شوی وو.افغانستان له فیفا څخه د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې شواهد غوښتي

کمیسیون دا خبره ثابته ګڼي چې د افغانستان د فوټبال فیدراسیون پخواني مشر له خپل مقام څخه په گټي د ښځو فوټبال ټیم ځيني لوبغاړي جنسي ځورولي. ویل شوي دي چې دغه پېښې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸م کلونو په موده کې رامنځ ته شوي دي. پر دې سربیره فیفا، کرام الدین کریم یو میلیون سویسي فرانک (څه د پاسه یو میلیون امریکایي ډالر) نغدي جریمه کړی هم وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب