1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زندانونو مشر: له کم سنه زندانیانو جنسي استفاده کیږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د افغانستان د زندانونو مشر په پلازمینه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان د زندانونو په هکله په غیر عادي تبصرو سره په زندانونو کې د شته فساد، مدیریتي ستونزو او جنسي ناوړه ګټه اخیستنې پیښې تائید کړې.

https://p.dw.com/p/3bFLS
Gefängnisaufstand in Afghanistan
انځور: AP

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۱مه نیټه) د افغانستان د زندانونو مشر احمد رشید توتاخیل په پلازمینه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هیواد په زندانونو کې له سیستم څخه د ناوړه ګټه اخیستې شکایتونه وکړل. نوموړي وویل چې د هیواد په زندانونو کې د هر اړخیز ډیټابیس او زندانیانو ته د روغتیايي آسانتیاوو د نه شتون سربیره له کم سنه زندانیانو څخه ناوړه جنسي استفاده هم کیږي.

توتاخیل په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د زندانونو ښځینه کارمندانو هم د خپلو نارینه همکارانو له لوري د جنسي ځورونې شکایتونه کړي دي. توتاخیل چې د هیواد د زندانونو له وضعیته ناخوښ وو همدا راز وویل چې د زندانونو په سیستم کې فساد هم موجود دی او دا چې دغه فساد داسې یوه کمزوري ده چې یو شمیر زندانیانو ترې د مخدره موادو او ځیرک تلیفونونو د لاسته راوړنې له پاره ګټه پورته کوي.

تر دې وړاندې د توتاخیل په خبره افغان چارواکي په دې باور وو چې زندانونو ته راتلونکي د زندانیانو خپلوان زندانونو ته مخدره مواد او ځیرک تلیفونونه راوړي. د هغه په خبره د کرونا ویروس له کبله زندانونو ته د زندانیانو د خپلوانو د ورتګ تر بندیز وروسته دا په ډاګه شوه چې د زندانونو چارواکي زندانونو تو ته د دغه راز توکو په قاچاق کې لاس لري.

بل لوري ته په دې وروستیو ورځو کې د هیواد په ستر زندان یعنې پلچرخي کې یو شمیر زندانیانو د خراب روغتیايي وضعیت له کبله د نه خوراک احتجاج کړی دی. افغانستان تر اوسه پورې په زندانونو کې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له کبله شاوخوا ۵۰۰۰ زندانیان آزاد کړي دي چې پکې زیاتره میرمنې، ناروغ او داسې کسان شامل دي چې د کرونا په ویروس د اخته کیدو ګواښ یې لوړ دی.

د حکومتي شمیرو له مخې، په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۴۳ زره زندانیانو په زندانونو کې د بند شپې او ورځې سبا کوي. د بشري حقونو سازمانونه بیا د هیواد په زندانونو کې د اوږدې مودې راهیسې د خراب وضعیت له کبله شکایتونه کوي.