د خپلواکۍ په ورځ طالبانو په شمال کې ولسوالي نیولې
۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبهافغان چارواکو د یکشنبې په ورځ تائید کړې چې وسلوالو طالبانو د هیواد په شمالي فاریاب ولایت کې د یوې ولسوالۍ مرکز نیولی دی. د طالبانو لاس ته د دې ولسوالۍ لویدلو داسې ویرې را ولاړې کړي چې ښايي نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولویږي. طالبان لا له وړاندې د دې ولایت د دوو ولسوالیو کنترول په خپل لاس کې لري.
د فاریاب د ولایتي شورا د غړو هر یو عبدالاحد ایلبیک او آق محمد نوري په وینا د فاریاب د بلچراغ په ولسوالۍ کې د ۴۰ او ۶۰ ترمنځ امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د فاریاب د ولایتي شورا دغو دواړو غړو همدا راز وویل چې امنیتي ځواکونه پرته له کوم مقاومته تسلیم شوي خو دواړو د دې پیښې په هکله جلا جزئیات وړاندې کړل.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیک د دې پیښې په هکله وویل چې پولیس، د پوځ سرتیري او د ولسوالۍ ځايي چارواکي د طالبانو له لوري تر څو میاشتینۍ محاصرې وروسته تسلیم شوي. د نوموړي په وینا په دغه موده کې د ولایت له مرکز میمنې ښار څخه دوی ته هیڅ راز مرسته نه وه رسیدلې. خو د ولایتي شورا بل غړی اق محمد نوري بیا وايي چې وروسته له هغې چې له دې سیمې څخه د پوځ یو کنډک ووت، د پولیسو ۶۰ سرتیري د ځايي قومي مشرانو تر منځګړتوب وروسته طالبانو ته تسلیم شوي دي.
تر دې وړاندې د همدې ولایت غورماچ ولسوالي د تیرې سه شنبې په ورځ وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولویده، کله چې وسلوالو طالبانو د پوځ یوه پوځي اډه او د ولسوالۍ ودانۍ ونیوله. په دې پیښه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
بل لوري ته بیا نن د اګست میاشتې په ۱۹ نیټه په افغانستان کې د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه لمانځل کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ګڼ شمیر افغانان سړکونو ته راوتلي او د هیواد په مختلفو برخو کې د هیواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون کوي.