1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو له پاره نوې هڅي

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس د ولسمشر اشرف غني په گډون له افغان سیاسي او پوځي مشرانو سره ولیدل. د هغه د ناڅاپي سفر په ترځ کې داسي هیلې څرگندي شوې چې کیدای شي په نژدې راتلونکی کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل شي.

https://p.dw.com/p/34Ubh
Afghan President Ashraf Ghani (top R) meets with US Defense Secretary Jim Mattis (C)
انځور: AFP/Getty Images

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس سفر کابل ته یوازي څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې واشنگټن د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو له پاره په یو لړ دیپلوماتيکو هڅو لاس پوري کړ، څو طالبان د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې سرچینې په حواله جنرال متیس او افغان مشرانو «پر پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو سربیره د تروریزم ضد مبارزې، د سولې پروسه او له پاکستان سره د دیالوگ» په هکله خبرې وکړې.

له هغه وروسته چې جنرال متیس د تیرکال په جنوري مياشت کې د امریکا د دفاع وزیر په توگه وټاکل شوو دا دغه جگړه ځپلې هیواد ته د هغه څلورم سفر دی. خو د هغه دا ناڅاپي سفر په داسي وخت کې کيږي چې د افغانستان جگړه تر بل هر وخت خونړې شوې ده او د وسله والو طالب یاغیانو پرضد د افغانستان او امريکا متحدو ایالاتو د ځواکونو پرمختگ ډير پڅ ښکاري.

Afghanistan - US Verteidigungsminister Jim Mattis zu besuch in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/T. Watkins

د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پوري شپږ امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي. وروستی يې د دوشنبه په ورځ په یوه داخلې حمله کې ووژل شوو.

د افغانستان د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري دویچه ویله ته په یو تیلفوني تماس کې وویل چې جنرال متیس د افغانستان د ولسمشر په گډون له افغان سیاسي او پوځي مشرانو سره ولیدل: «په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې پروسه، د جنوبي آسیا له پاره د امریکا د ستراتیژۍ د مثبتو نتایجو، د پارلماني او د ولسوالیو د شوراگانو او دغه راز د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په هکله خبرې وشوې. دغه راز د تروریزم ضد مبارزه او له پاکستان سره خبرې اترې د دغې غونډي مهم موضوعات ول چې تبادل نظر پرې وشوو.»

تر دې دوې ورځي مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پاکستان ته تللی ؤ او د دغه هیواد له مشرانو سره یې د افغانستان د کړکیچ په هکله خبرې وکړې. واشنگتن پاکستان تورنوي چې د ترویزم ضد مبارزه کې هسې گام نه دی اخیستی چې تمه یې کیده. پامپیو وویل چې هغه «هیله من» دی چې له پاکستان سره چې د افغانستان په کړکیچ کې مهم لوبغاړی گڼل کیږي، ستونزمنې اړیکې بیرته سمې شي.

د فرانسې خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې چې له کابل څخه یې د امریکا د دفاع وزیر د سفر په هکله ورکړی دی، داسي اټکلونه کیږي چې «په همدې میاشت کې به د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ بيا ملاقات وشي».

USA Militärschlag auf Syrien - Verteidigungsminister Mattis und  Joseph Dunford
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Kaster

د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امکان لري د سولې د پروسې په هکله د امریکا او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې اړخیزې خبرې وشې؟ چخانسوري یوازي دومره وویل چې دا په راتلونکې پورې اړه لري: «د سولې پروسه یوه اږده پروسه ده او د وړاند ویني وړ نه ده چې څه وخت پیل کیږي. خو ځینی نښانې چې ښکاري او کومې خبرې چې شوی دي، هیله کیږي چې طالبان په دې خبره پوه شوي وي او هغوی په خپلو مینځو کې هم غږیدلی دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبري اترې وکړي. په دې هکله هیله شته، و به لیدل شي چې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې څه کیږي».

په جولای میاشت کې د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوي په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل. که څه هم افغان حکومت په دې خبرو اترو کې برخه نه درلوده، خو داسي هیلې څرگندې شوې چې کیدای شې د طالبانو او امریکایانو مستقيمي خبري اتري د متحدو ایالاتو ۱۷ کلنې جگړې ته د پای ټکې کیږدي.

جنرال متیس هم کابل ته تر رسېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې هغه په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په هکله له پوښتنو سره سره له طالبانو سره د سولې په هکله هیله من دی.