1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیاری نيسي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

تر اوونیو نظامي کشمکشونو وروسته افغان حکومت د طالبانو سره پلان سوو بین الافغاني خبرو ته تیاری ښوولی دی. د سولي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي چې حکومت له طالبانو سره د سولې په پروسه کې داخليدو ته چمتو دی.

https://p.dw.com/p/3dU6L
Abdullah Abdullah bei DW Conflict Zone
انځور: DW

د افغانستان د سولې د عالي شورا په اعلامیه کي راغلي، چي په کوچني اختر کي اوربند، د جنګونو او نښتو کموالی او د بندیانو تبادله هغه اغیزمن اقدامات دي، چي بین الافغاني خبري پیل سي. د دغه شورا مشر عبدالله عبدالله له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په پروسه کې داخليدو ته چمتو دی. نوموړي زياته کړه: «هېواد تر څلويښتو کالو زياته موده په بحران کې دی او په لومړي ځل د سولې له پاره ښه زمينه برابره شوې ده.»

د طالبانو ویاند سهیل شاهین بیا د آلمان خبري آژانس »ډي پي ای« ته ویلي، چي د سولي د خبرو د پیلیدو شرط د ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادیدل دي. د هغوی یو پلاوی اوس بیرته په کابل کي دی، تر څو د بندیانو د آزادیدو په هکله د حکومت سره معامله وکړي.

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو خاص نماینده زلمی خلیلزاد هم بیرته سیمي ته تللی دی، تر څو د دواړو اړخونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

په تیرو اوونیو کي تر یوه سلسله حملو او بریدونو وروسته ددې اندیښنه موجوده وه، چي بیرته به په هیواد کي تشدد او زورزیاتی دوام پیدا کړي. بیا د کوچني اختر په درو ورځو کي اوربند د نوو ډیپلوماتیکو کوښښونو د رامنځته کیدو سبب سو.

جمهورریس اشرف غني د طالبانو لخوا تر دغه اوربند وروسته د هغوی د نورو بندیانو د آزادیدو اعلان هم وکړ. د حکومتي ارقامو په حواله تر اوسه پوري ۲۷۱۰ طالب بندیان ازاد سوي دي. طالبانو بیا د خپله طرفه ویلي دي، چي په دغه ډله کي د هغوی ۲۲۸۴ بندیان شامل دي.

طالبانو همدارنګه ویلي دي، چي دوی بیا تقریبأ ۵۰۰ امنیتي او حکومت پلوه بندیان ازاد کړي دي.

د بندیانو تبادله د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هغه تړون یوه برخه وه، چي د همدې عیسوي کال په فبرورۍ میاشت کي په دوحه کي امضأ سو. دغه معامله به تر تقریبأ دوو لسیزو جنګونو وروسته د بین المللي قواوو وتلو او بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه کړي.

د تقریبأ ۵۰۰۰ طالب بندیانو په مقابل کي به ۱۰۰۰ حکومت پلوه بندیان آزادیږي. د افغانستان حکومت په دغو خبرو کي برخه نه درلوده، هغه څه چي د تشنج د رامنځته کیدو سبب سو.